د وایس اف امریکا دپاره کارکوونکې یوه خبریاله د ترکي چارواکو د دیارباقر سیمه کې نیولې خو تراوسه پورې د هغې دنیولو علت مخې ته نه دی راغلی.
د خه جیجان فارقېن د نیولو په اړوند خبر د خالي په ورځ د هغې د کور والو لخوا ورکړی شوی دی، کورنۍ يې ویلي په علاقه کې د بېړنو حالاتو له کبله د هغې د وکیل هم فارقېن سره تماس نه دی شوی.
فارقېن د کومې بهر ملکي خبري ادارې سره کارکوؤنکې دویمه خبریاله ده چې د خالي په ورځ نیول شوې ده.
د برطانیې خبري ادارې (بي بي سي) د ترکي سروس دپاره کوونکې خبریاله حاتیث قمر هم د ترکي په سعرد صوبه کې پولیسو هغه وخت په چیک پوسټ نیولې چې کله هغه د تانبې په یو کان کې د خاورې د ګټ راغورځېدو د خبر ورکولو دپاره روانه وه.
د روانې میاشتې په سر کې د فرانس د یوې خبري ویب پاڼې دپاره کارکوؤنکی خبریال اولیور برټرنډ د شام پولې سره نزدې د ترکي په غازي انتیپ علاقه کې هغه وخت نیول شوی چې خپله دنده یې ترسره کوله، وروستو هغه د ملک نه شړل شوی ؤ.
د جولايۍ د میاشتې په ۱۵م نېټه ترکي کې د ناکامه پوځي کودتا نه څو ورځې وروستو د ترکي حکومت په ملک کې بېړني حالات په ځای کړی ؤ او د هغې وروستو په دغه ملک کې خپروندویه نزدې ۱۹۵ ادارې بندې کړی شوي دي او خواوشا ۱۵۰ خبریالان د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي.
دیارباقر د کردانو ګڼ مېشته سیمه ده او تېره میاشت د دغه ښار دوه شريک ښاروالان ګلتان کیسانک او فرات انلي د ترهګرۍ په تور نیول شوي او هغې په اړوند په زرګونو خلکو مظاهرې کړې وې.