لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران : ددوو ريل ګاډو جنګيدو له امله ٤٣ کسان مړه


 دايران دسرکاري ټي وي فوټيج کې پاټلۍ څخه راپريوتې څلور ډبې ښودل شوي چې پکې دوو کې اور لګيدلى.
دايران دسرکاري ټي وي فوټيج کې پاټلۍ څخه راپريوتې څلور ډبې ښودل شوي چې پکې دوو کې اور لګيدلى.

دايران سمنان ايالت کې دمسافرو ددوو ريل ګاډو دجنګيدو له امله لږ ترلږه ٤٣ کسان وژل شوي او ١٠٠ نور ژوبل شوي دي.

دايران دسرکاري ټي وي فوټيج کې پاټلۍ څخه راپريوتې څلور ډبې ښودل شوي چې پکې دوو کې اور لګيدلى.

دغه حادثه دتهران او هيواد دوهم لويې ښار مشهد ترمينځ په مرکزي ريلوى لا ين هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په سټيشن دخرابۍ له امله ولاړ ايکسپريس ټرين سره دمسافرو يو بل ګاډى وجنګيدو.

دصوبايي ګورنر محمد رضا خباز وينا ده چې دمړو شوو شمير کې داضافې امکان دى او زياته کړې يې ده چې دحادثې دعلتونو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه ايران کې هرکال ترافيکي پېښو کې اوسط ١٧ زره کسان مړه کيږي چې زياتره علتونه يې دډرايورانو لخوا دټريفک په قوانينو عمل نه کول، دګاډو زوړوالى و دبيړنو خدماتو کمى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG