لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هېلري کلنټن په ضد د پلټنو  اراده نه لرم، ټرمپ


ټرمپ ویلي هغه د کلنټن د پلټنو په اړه داسې احساس نه لري چې په دې خبره کلک ولاړی دی.
ټرمپ ویلي هغه د کلنټن د پلټنو په اړه داسې احساس نه لري چې په دې خبره کلک ولاړی دی.

د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ ویلي داسې هیڅ اراده نه لري چې د ډیموکریټک ګوند د صدارتي کانديدي هېلري کلنټن د شخصي ایمېل کارولو پلټنې وکړي، کله چې هغه خارجه وزیره وه.

ټرمپ به په خپل صدارتي کمپاين کې پرله پسې دا خبره کوله چې د سرکاري چارو دپاره د شخصي ايمېلونو کارولو په سر به د هېلري کلنټن په ضد بیا پلټنې پېلوي او هغه په جېل کې اچوي.

ټرمپ د نهې/سه شنبې په ورځ د وتلې ورځپاڼې نیویارک ټائمز د خبریالانو او مدیرانو سره لیدلي او د خپل کمپاین په وخت يې د هغو لخوا د خپرول شوؤ خبرونو غندنه کړې ده، چې د هغه د ناکامۍ په اړه يې خپرول، خو نوموړي ویلي اوس ورته درناوی لري او لولي يې.

هغه ویلي (( زه په حقیقت کې هېلري ته تکلیف ورکول نه غواړم، هغې ته په انتخابي کمپاین کې د بېلابیلو لارو تاوان اوختی)).

ټرمپ ویلي هغه د کلنټن د پلټنو په اړه داسې احساس نه لري چې په خبره کلک ولاړ دی.

کیلین کانوی څوک چې په انتخابي کمپاين کې د ټرمپ منېجر او وروستو بیا مشاور شو اېم اېس اېن بي سي نيټ ورک سره خبرو کې يې ویلي هغه د هېلرې په ضد تورونو باندې زور نه راوړي.

ټرمپ به انتخابي کمپاین کې د خپلې سیالې هېلرې کلنټن په ضد رنګ رنګ خبرې کولې، او د ایمېلونو په اړوند به يې د صدر جوړېدو د یو خصوصي پراسیکیوټر ټاکلو هم ویل، او په یوه صدارتي مباحثه کې هېلري ته مخامخ په جېل کې د اچولو خبره کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG