لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ډرون شام کې د القاعده یو مشر وژلی


ډرون برید کې اتم نومبر باندې د حلب په لویديځ کې د مصر سره تعلق لرونکی ابوافغان المصري په نخښه کړی شوی ؤ.
ډرون برید کې اتم نومبر باندې د حلب په لویديځ کې د مصر سره تعلق لرونکی ابوافغان المصري په نخښه کړی شوی ؤ.

د امریکا د دفاع محکمې پخلی کړی چې د شام په شمال لویدیځ کې تېره اوونۍ امریکايي ډرون برید کې د القاعده یو مشر وژل شوی دی.

د پېنټاګون ویاند د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي ډرون برید کې اتم نومبر باندې د حلب په لویديځ کې د مصر سره تعلق لرونکی ابوافغان المصري په نخښه کړی شوی ؤ.

ویاند پيټرکُک ویلي (( دا ترهګر د یوې مودې نه زمونږ په نظر کې ؤ)). د هغه په وینا المصري په افغانستان کې د امریکا او اتحادي ځواکونو باندې برید کوونکو وسله والو سره نېغ په نېغه اړيکې وې.

هغه زیاته کړې چې المصري وروستو د شام د وسله والو سره ملګری شوی ؤ، او په لویدیځ يې د بریدونو پلان جوړولو.

بل لور ته د شام په حالاتو نظر لرونکو ویلي د جګړې سره مخ حلب ښار سره نزدې د روس ملاتړي شامي ځواکونو او د هغوي شیعه حزب الله اتحادي د یاغیانو د ولقې لاندې علاقو پله پرمختګ کړی دی.

د بشري حقونو ډلې ویلي په دغه ځای د اته ؤ ورځو راهسې جنګي الوتکې او هیلي کاپټرې پرله پسې بمباري کوي، یو ویاند ویلي دلته په دوه اوونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي او د دې شمېرې سېوا کېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده.

ابزرویټري ویلي تراوسه پورې ۱۳۴ ملکي وګړي وژل شوي چې پکې ۱۹ ماشومان هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG