لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: چاؤدنه کې یو کس مړ، دوه سرتيري ژوبل


د چارواکو په وینا بم د یو پل لاندې بم ښخ کړی شوی او هغه وخت د ریموټ د لارې چاؤل شوی دی چې کله په پُل ګاډی تیریدو.
د چارواکو په وینا بم د یو پل لاندې بم ښخ کړی شوی او هغه وخت د ریموټ د لارې چاؤل شوی دی چې کله په پُل ګاډی تیریدو.

د پاکستان بلوچستان صوبه کې د افغانستان پولې ته نزدې د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي بمي چاؤدنه شوې چې له امله يې یو کس وژل شوی او د دوه پوځي سرتيرو په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د چمن او قلعه عبدالله ضلعې چارواکو وایس اف امریکا سره په خبرو کې پخلی کړی چې د امنیتي ځواکونو ګاډی د چمن بازار څخه د افغانستان پولې لوري ته روان ؤ او په دغه مهال پرې بوغره سړک باندې ښخ بم چاؤدل شوی دی.

د چارواکو په وینا بم د یو پل لاندې بم ښخ کړی شوی او هغه وخت د ریموټ د لارې چاؤل شوی دی چې کله په پُل ګاډی تیریدو.

د چاؤدنې له امله په دغه ځاې په موټر سائیکل روان یو تن وژل شوی او د امنیتي ځواکونو په ګاډي کې ناست دوه سرتيري او یو بل لاروی ژوبل شوي دي.

د روغتون چاوراکو ویلي د ژوبلو روغتیايي حالت ښه دی. چارواکو ویلي د برید کوونکو هدف د پوځ ګاډی ؤ.

د افغانستان سره پولې ته نزدې د بلوچستان دغه سیمه چرته چې د چاؤدنې پېښه رامنځته شوې حساسه ګڼل کيږي، دغلته نزدې یو اړخ ته د ملېشې ځواک غټه قلعه او بل اړخ ته د سوداګرو غټ غټ ګودامونه دي.

د چاؤدنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې، ولې په دغه سیمه کې له دې وړاندې امنیتي ځواکونو باندې د شوؤ بریدونو زمه واري په بلوڅ بېلتون خوښه ډلو اچول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG