لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انګیلا میرکل غواړي په څلورم ځل د جرمني چانسلره شي


۶۲ کلنه میرکل چې د کال ۲۰۰۵م نه د جرمني چانسلره ده
۶۲ کلنه میرکل چې د کال ۲۰۰۵م نه د جرمني چانسلره ده

د جرمني چانسلرې (وزیراعظمې) انګیلا میرکل د اتوار په ورځ اعلان کړی غواړي چې په څلورم ځل انتخاباتو کې برخه واخلي او بیا د جرمني چانسلره جوړه شي.

میرکل خبریالانو ته ویلي په رسمي ډول د دغه پرېکړې د اعلانولو نه وړاندې يې د ګوند کرسچن ډيموکریټس (سي ډي يُو) د لوړ پوړو غړو سره لیدلي دي.

هغې وویل (( ما څو ځله دې پرېکړې ته فکر کړی، ولې زه تیاره یم چې بیا چانسلره شم)).

میرکل زیاته کړه(( دا یواځې د انتخابي کمپاين په اړه پرېکړه نه ده بلکې دا د څلورو کالو د حکومت کولو پرېکړه ده لکه د تل په شان که صحت ورته اجازه ورکړي)).

میرکل چې د جرمني وړومبۍ ښځينه چانسلره ده چې په یورپ کې په پراخه کچ د ثبات راوستو غور کړی او دا په داسې وخت کې چې برطانیه د ریفرنډم د لارې د یورپي یونین نه جدا شوې او ډونلډ ټرمپ د امریکا نوی صدر جوړیږي.

۶۲ کلنه میرکل چې د کال ۲۰۰۵م نه د جرمني چانسلره ده که چرته د ۲۰۱۷م کال انتخابات ګټي نو ۱۶ کاله به په جرمني حکومت وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG