لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځوانان دې د ټرمپ په اړه بد تصور ونه ساتي،اوباما


صدر اوباما د ځوانانو سوالونو ته ځوابونه هم ویلي دي.
صدر اوباما د ځوانانو سوالونو ته ځوابونه هم ویلي دي.

د امریکې صدر باراک اوباما په لاطیني امریکا کې ځوانانو ته ویلي چې دوي دې د نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ په اړه ((بد تصور ونه ساتي)).

صدر اوباما د خالي په ورځ د پېرو پلازمینه لیما کې د لاطیني امریکا سره تعلق لرونکو نزدې یو زر ځوانانو ته وینا کړې او د هغو سوالونو ته يې ځوابونه هم ویلي دي.

دغه ځوانان د امریکا د نوي صدر راتلو سره د راتلونکې دپاره بې قراره لیدل کېده. صدر اوباما هغوي ته د هیله مند پاتې کېدو مشوره ورکړه چې د هیلې د لارې څيزونه ښه کېدی شي.

((زه ګڼم چې په ګرده نړۍ کې د هرچا دپاره دا غوره ده چې سمدست پرېکړه ونه کړي، نوي صدر ته دې موقع ورکړی شي هغه دې خپل ټیم جوړ کړي، د معاملاتو جاج دې واخلي او خپلې پالیسۍ دې جوړې کړي)).

د هغه په وینا (( څنګه چې تاسو انتخابي کمپاين چلولی تل داسې نه وي چې هغه شان تاسو حکومت وچلوئ)).

صدر اوباما او د نړۍ نور مشران د ایشیا پیسفک اقتصادي همکارۍ د غونډې دپاره پېرو کې موجود دی.

د امریکايي صدر هال ته په رسېدو ځوانانو هلته د هغه تود هرکلی وکړو.

خپله وینا کې نوموړي صدر وویل اګر چې د هغه د صدارت موده ختمیږي، ولې په نړۍ کې د ځوانانو د صلاحیتونو او ډاډ لړۍ اوس پېل شوه.

هغه وویل (( کوم مهم پېغام چې زه تاسوته درکول غواړم هغه دا چې ما سره ستاسو یو ملګر دی، او امریکايي حکومت هم ستاسو همکار دی)).

صدر اوباما دوه ځله (اته) کاله موده د امریکا صدر پاتې شو او د دویم ځل صدارت يې وروستۍ ورځې دي او دا وخت د خپل صدارت په اخرۍ غېر ملکي دوره باندې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG