لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ ګټه په ازاد تجارت کې ده، د پېرو سرمشریزه غونډه


د چين صدر شي ژين پنګ چې د خالي په ورځ د امریکا د صدر باراک اوباما سره خبرې وکړې هغه په ملکونو غږ کړی چې د اقتصاد دپاره غېږې خلاصې کړي.
د چين صدر شي ژين پنګ چې د خالي په ورځ د امریکا د صدر باراک اوباما سره خبرې وکړې هغه په ملکونو غږ کړی چې د اقتصاد دپاره غېږې خلاصې کړي.

پېرو کې یوه مهمه نړیواله غونډه کې رایوځای شوؤ مشرانو د خالي په ورځ په امریکا او نورو ملکونو ټینګار کړی چې د سوداګریز تړونونه نه لاس وانه خلي.

دا په داسې مهال چې کله امریکا او یورپي هېوادنه په انتخاباتو کې داسې سیاستوال منتخب کوي د چا په ذهنونو کې چې ژور شک دی چې د هغوي د ملکونو سره کېدونکي تړونونه د هغوی د خپل اولس په ګټه نه دي، د ایشیاپیسفک هېوادونو د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه غونډه کې ګډون والو مشرانو په خپلو ویناګانو کې په دې خبره زور راوړی چې د ازادې سوداګرۍ څخه په شا نه شي.

د چين صدر شي ژين پنګ چې د خالي په ورځ د امریکا د صدر باراک اوباما سره خبرې وکړې هغه په ملکونو غږ کړی چې د اقتصاد دپاره غېږې خلاصې کړي.

د پېرو په ښار لیما کې سرمشریزې غونډې ته په وینا کې نوموړی وویل مونږ له د یو بل نه لرې په ځای داسې اقدامات کول پکار دي چې مونږ یو بل ته رانزدې کړي.

چین غواړي چې سیمه ییز اقتصادي قوتونه په معاشي سواګریزو تړونونو باندې عمل یقيني کړي کومه چې د اېف ټي ای ای پي یا ایشیا پیسفک د ازاد سوداګریزې علاقې په نوم ده، دې تړون ته امریکايي ملاتړ ترلاسه دی او دا د هغو ۱۲ هېوادونو منظورۍ ته اړتیا لري چا چې د دغه تړون په اړوند خبرو کې برخه اخستې وه.

ولې د امریکا نوي منتخب شوي صدر ټرمپ ویلي دي چې هغه به دا تړون مات کړي د کوم نه چې د هغوی د راتلونکې په اړه جدي شکونه رامنځته شوي دي.

د نیوزي لېنډ وزیراعظم جان کی په تړون کې د داسې وړو وړو بدلونونو کولو غږ چې د ټرمپ دپاره د قبلېدو وړ وګرځي، یا بیا داسې سوداګریز تړون وشي چې امریکا پکې شامل نه وي.

د مېکسیکو صدر اینریکا پینانېټو د امریکا سره په کال ۱۹۹۲م کې شوې سوداګریز تړون دفاع کړې او ویلي یې دي د دې نه دواړو ملکونو کارکوونکو ته ګټه شوې وه، هغه ویلي د مېکسیکو واکمن د دغه تړون نوي کولو دپاره خبروته تیار دي.

د امریکا صدر باراک اوباما چې د خپل صدارت په وروستۍ بهرنۍ دوره باندې پېرو کې دی هغه نړیوالو مشرانو ته د امریکا لخوا د بیا یقین یا باور ورکولو هڅه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG