لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه کې وسله والو څلور عسکر وژلي

دپوليسو وينا ده چې وسله والو په فاطمه جناح سړک په امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي چې له امله يې دفرنيټير کور(ايف سي) دوه عسکر او دپوليس يو سپاهي په موقع ساه ورکړه او دايف سي يو بل عسکر هسپتال ته دوړل کيدو په مهال لاره کې ساه ورکړه.

دپاکستان دناقراره ايالت بلوچستان دسرښار کويټې په فاطمه جناح سړک دترهه ګرو لخوا شوو ډزو کې څلور عسکر وژل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې وسله والو په فاطمه جناح سړک په امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي چې له امله يې دفرنيټير کور(ايف سي) دوه عسکر او دپوليس يو سپاهي په موقع ساه ورکړه او دايف سي يو بل عسکر هسپتال ته دوړل کيدو په مهال لاره کې ساه ورکړه.

دپوليس وينا ده دډزو پيښه کې يو لاروى هم ژوبل شوى او بريدکوونکي تيښته کې بريالي شوي يد.

دپېښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې دپوليسو او ايف سي عسکر رسيدلي اوټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې.

بلوچستان کې ګڼې تندروه اؤ بلوڅ بيلتون خوښې ډلو له دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي چې پکې په سلګونو عسکر او ولسي وګړي وژل شوي يد.

په ډاګه دې وي چې تيره اوونۍ دبلوچستان خضدار ضلع کې دشاه نوراني په نوم په يو مزار شوي ځانمرګي بريد کې ٥٢ کسان وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.

ددغه بريد مسؤليت تندروه ډلې داعش منلى ؤ.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې دترهه ګرو په ضد د پوځي عملياتو څخه وروستو يې دترهه ګرو ملا ماته کړې خو د سږکال دپېل څخه د پاکستان په بلوچستان ، خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ورانکارۍ پېښو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې په سلګونو خلک وژل شوي دي.

تيره مياشت هم دبلوچستان سرښار کويټه کې دپوليسو په يو تربيتي مرکز دتندروه ډلې داعش لخوا شوي يو ترهه ګريز بريد کې ٦٠ پوليس وژل شوي او ١٢٠ کسان ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG