لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :مري سره نزدې دداعش دجنګيالي دوژلو دعوه


دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې( سي ټي ډي) دوياند ترمخه ددغو عملياتو په مهال دداعش يو سيمه ييز کمانډر عمران ستي او دهغه ملګرى تيښته کې بريالي شوي دي.
دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې( سي ټي ډي) دوياند ترمخه ددغو عملياتو په مهال دداعش يو سيمه ييز کمانډر عمران ستي او دهغه ملګرى تيښته کې بريالي شوي دي.

دپاکستان دپنجاب ايالت پوليسو دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې شمال ختيزه سيمې مري سره نزدې شوو عملياتو کې دتندروه ډلې داعش ديو مشکوک جنګيالي دوژلو دعوه کړې ده.

دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې( سي ټي ډي) دوياند ترمخه ددغو عملياتو په مهال دداعش يو سيمه ييز کمانډر عمران ستي او دهغه ملګرى تيښته کې بريالي شوي دي.

دسي ټي ډي دوياند ترمخه پوليسو دغه عمليات تيره ورځ ددې خفيه اطلا ع په اساس کړي چې تندلاري اسلام اباد کې دترهه ګرۍ دعمل منصوبه بندي کوي.

بيان کې ويل شوي دي سيمې ته دپوليسو درسيدو وروستو ترهه ګرو په هغوي ډزې پيل کړې او په لاسي بمونو سره يې بريد وکړو چې له امله يې دوه پوليس عسکر هم ژوبل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې په دغه مهال يو مشکوک تندلارى احسان الله ستي دخپل ملګري دګولۍ په لګيدو وژل شوى او نور تيښته کې بريالي شوي دکومو دنيولو لپاره چې عمليات روان دي.

دسي ټي ډي وياند وايي دغه تندلارى اسلام اباد کې دپوليسو په يوه پوسته او يو شخصي ميډيا هاوس بريدونو کې ککړ ؤ.

روانه اوونۍ کې دپنجاب دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې ديوې بلې کارروايۍ په مهال دداعش داتوو مشکوکو غړو دنيولو دعوه هم کړې وه.

پاکستاني چارواکي هيواد کې دداعش دمنظمې موجودګۍ څخه انکار کوي.

خو سږکال دفرورۍ په مياشت کې دپاکستان ديوې استخباراتي شبکې انټلي جنس بيورو(ايي بي) مشر افتاب سلطان دسينيټ دقايمه کميټې په وړاندې انکشاف کړى و چې تندروه ډله داعش پاکستان لپاره يوه راپورته کيدونکې خطره ده ځکه چې دهغه په قول ددغه ډلې لپارهګڼې تندروه ډلې نرمه ګوشي لري، دې لړ کې هغه دلشکرجهنګوي او سپاه صحابه پاکستان ډلو مثالونه ورکړي وؤ.

په ډاګه دې وي چې داعش دافغانستان ترڅنګ اوس اوس دپاکستان په کويټه ښار کې دپوليسو په تربيتي مرکز او خضدار کې په يو مزار دترسره شوي ځانمرګي بريد پړه په غاړه اخستې وه، دغو بريدونو کې په لسګونو کسان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG