لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دعوامي نيشنل پارټۍ مهم مشرحاجي عديل وفات شوى


 دحاجي عديل جنازه به دپېښور په جناح پارک دماذيګر څلور بجې ادا کيږي.
دحاجي عديل جنازه به دپېښور په جناح پارک دماذيګر څلور بجې ادا کيږي.

پاکستان کې دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ لوړپوړى مشر او پخواني سينيټر حاجي محمد عديل دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دجمعې په سحر وفات شوى دى.

دحاجي عديل جنازه به دپېښور په جناح پارک دماذيګر څلور بجې ادا کيږي.

حاجي عديل ته دزياتې مودې راهسې دګردو تکليف و، دحاجي عديل درې ځامن او يوه لور ده.

هغه په ٢٥م اکتوبر کال ١٩٤٤م کې زيږيدلى، حاجي عديل په کال ١٩٩٠ء،١٩٩٣ء او ١٩٩٧ کې دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ ، هغه په صوبايي کابينه کې کال ١٩٩٣ء کې دخزانې دوزير په توګه خدمات ترسره کړي وؤ،همدغه راز دکال ١٩٩٧ څخه ١٩٩٩ پورې صوبايي اسمبلۍ کې دمرستيال سپيکر په توګه هم ګمارل شوى ؤ.

حاجي عديل عوامي نيشنل پارټۍ کې په ګڼو چوکو پاتې شوى و چې پکې سينيټ کې پارلماني مشر، داى اين پي سينير وايس صدر، داى اين پي اليکشن کميشن صدر او دمرکزي او صوبايي ايګيټيو کميټو غړى شامل دي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف، قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد پشمول دهيواد سياسي مشرانو دحاجي عديل په مړينه دافسوس څرګندونه کړې او دهغه سياسي خدماتو ته يې دعقيدت پيرزوينې وړاندې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG