لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليسو پنجاب کې د داعش اته مشکوک غړي نيولي


 دسی ټی ډي د وياند ترمخه په کوم وخت چې دغه چاپه ووهل شوه نو دداعش ځينو غړو ددې څخه دمخه سوريې او شام ته سفر کړى و او ځينو دتللو تياري کوله.
دسی ټی ډي د وياند ترمخه په کوم وخت چې دغه چاپه ووهل شوه نو دداعش ځينو غړو ددې څخه دمخه سوريې او شام ته سفر کړى و او ځينو دتللو تياري کوله.

دپاکستان دپنجاب صوبې دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې( سي ټي ډي) دصوبې سرښار لاهور کې دتندروه ډلې داعش په يو مرکز چاپه وهلې او دډلې دسيمه ييز مشر په ګډون يې داتوو مشکوکو کسانو دنيولو دعوه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي هيواد کې دداعش دمنظمې موجودګۍ څخه انکار کوي.

خو سږکال دفرورۍ په مياشت کې دپاکستان ديوې استخباراتي شبکې انټلي جنس بيورو(ايي بي) مشر افتاب سلطان دسينيټ دقايمه کميټې په وړاندې انکشاف کړى و چې تندروه ډله داعش پاکستان لپاره يوه راپورته کيدونکې خطره ده ځکه چې دهغه په قول ددغه ډلې لپارهګڼې تندروه ډلې نرمه ګوشي لري، دې لړ کې هغه دلشکرجهنګوي او سپاه صحابه پاکستان ډلو مثالونه ورکړي وؤ.

په ډاګه دې وي چې داعش دافغانستان ترڅنګ اوس اوس دپاکستان په کويټه ښار کې دپوليسو په تربيتي مرکز او خضدار کې په يو مزار دترسره شوي ځانمرګي بريد پړه په غاړه اخستې وه، دغو بريدونو کې په لسګونو کسان وژل شوي وؤ.

دسی ټی ډی دوياند ترمخه په کوم وخت چې دغه چاپه ووهل شوه نو دداعش ځينو غړو ددې څخه دمخه سوريې او شام ته سفر کړى و او ځينو دتللو تياري کوله.

سي ټي ډي په دغه مهال دداعش لټريچر، ليپ ټاپې او موبايل فونونه هم لاسته راوړي دي.

دسي ټي ډي دوياند ترمخه هغوي دتيرو دريوو مياشتو راهسې دداعش ددغه مرکز په اړه کار کولو خو مشکوک کسان يې دنومبر په شپاړسم نيټه په داسې حال کې نيولي چې هغوي سوريې او شام ته دتللو تياري کوله.

دهغه وينا ده چې پنجاب کې دداعش ډلې مشر دلاهور نبيل ؤ چې په ابو عبدالله يې هم شهرت لرلو او قاري عابد، چې دهغه په قول اوس په سوريه کې دى، دټولنيزې ميډيا له لارې دهلو ځلو ترسره کولو په اړه ددغه ډلې بنيادي محرک ؤ.

دسي ټي ډي وينا ده چې دسي ټي ډي پوليسو تاڼه کې په دغه اړه ابتدايي مقدمه درج کړې شوې او دکيس پلټنه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG