د پاکستان قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ صافو تحصيل کې بمي چاودنې ځايي مشر او د امن کميټۍ پخوانی غړی وژلی دی.
د مومندو ايجنسۍ د پوليټکل انتظاميي چارواکو په وېنا نن د اتوار په ورځ د صافو تحصيل په چناري علاقه کې ځايي مشر او د امن کميټۍ پخواني غړي ملک درا خان د کور مخې ته په هغه چاودنه شوې چې له امله يي نوموړی ملک ژوبل شوی وو او روستو يي په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د دغې پيښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې ده او ويلي يې دي چې دا د رعد نومې عملياتو برخه ده.
له دې وړاندې هم د ملک دراخان زوی او نمسی په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي وو.
ځايي خلک وايي چې وژل شوی ملک په سيمه کې د امن لښکر فعاله غړی پاتې شوی دی.
چارواکي وايي د پيښې روستو يې په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي.
له دې وړاندې هم مومندو ايجنسۍ او نورو قبايلي سيمو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې د امن لښکرو سره اړونده کسان په نخښه کړی شوي دي.