لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : په مزار شوې چاؤدنه کې د مړو شمېره ۵۲ ته رسېدلې


بلوچستان کې په تيرو درېو اوونو کې دا دوهم بريد دى چې تندروه ډلې داعش يې ذمه واري قبوله کړې ده.
بلوچستان کې په تيرو درېو اوونو کې دا دوهم بريد دى چې تندروه ډلې داعش يې ذمه واري قبوله کړې ده.

دپاکستان ناقراره ايالت بلوچستان په خضدار ضلع کې د خالي/شنبې په ماښام د شاه نوراني په مزار ترسره شوې بمي چاودنه کې د مړه شوؤ شمېره ۵۲ ته رسېدلې او د ۱۰۰ څه زیات کسان پکې ژوبل شوي دي.

تندروه ډلې داعش ددغه بريد ذمه واري قبوله کړې ده.

بلوچستان کې په تيرو درېو اوونو کې دا دوهم بريد دى چې تندروه ډلې داعش يې ذمه واري قبوله کړې ده.

دبلوچستان چارواکو پېښه کې د ۵۲ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى دى، پېښه کې زیاتره ژوبل او مړي د کراچۍ سېول روغتون ته راوړل شوي دي.

دبلوچستان د کورنو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي دي چې کومه سيمه کې چاودنه شوې هلته دشپې تياره وي او غرييزه سيمه هم ده چې له دې امله دغلته امدادي هلو ځلو لپاره هيلي کاپټر نه شي ليږل کيدى.

دعيني شاهدانو وينا ده چې په سيمه ييزه کچه روغتون او ژوبل شوؤ کسانو لپاره دعلاج اسانتياوې نشته او لرې پرتو سيمو کې موجودو روغتونونو ته دهغوي رسولو کې په ګينټو وخت لګيږي.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه ترمخه دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دژوبل شوو کسانو دراويستو لپاره دزر تر زره ګامونو اخستو امر کړى دى.

دپوځ ترمخه دوه صحي ډلې، پنځوس پوځيان او شل ايمبولينس ګاډي موقعې ته رسيدونکي دي،نور سل پوځيان، څلور روغتيايي ډلې او پينځه څلويښت ايمبولينسونه هم دخضدار په لوري روان شوي دي.

له دې وړاندې،

د صوبايي حکومت وياند انوارالحق کاکړ ميډيا سره خبرو کې ددغه چاودنې په اړه ويلي دي چې حب او خضدار دواړو ته ايمبولينسونه روان کړى شوي دي.

چاودنه کې وژل شوو او ژوبل شوؤ کې دزياترو شمير دښځو اؤ ماشومانو دى.

دسرچينو وينا ده چې دڅو ګينټو دتيريدو باوجود هم ژوبل کسان هسپتالونو ته نه دي منتقل کړى شوي چې له امله يې دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دچارواکو وينا ده چې دشاه نوراني څخه کراچۍ ته لږ ترلږه ددوؤ ګينټو سفر دى چې له دې امله زياتره ژوبل شوي کسان په وخت روغتون ته نه دي رسول شوي او دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دسياسي ګوند نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو ميډيا سره خبرو کې ويلي دي چې که چرې د پاکستان مرکزي او د سندهـ حکومت امدادي هلو ځلو لپاره هيلي کاپټرونه ونه ليږلو نو د مړو شمير به نور هم سيوا شي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف شاه نوراني مزار کې دچاودنې غندنه کړې او ژوبل شوؤ کسانو ته دغوره طبي اسانتياوو ورکولو امر کړى دى.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې دترهه ګرو په ضد د پوځي عملياتو څخه وروستو يې دترهه ګرو ملا ماته کړې خو د سږکال دپېل څخه د پاکستان په بلوچستان ، خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ورانکارۍ پېښو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې په سلګونو خلک وژل شوي دي.

تيره مياشت هم دبلوچستان سرښار کويټه کې دپوليسو په يو تربيتي مرکز دتندروه ډلې داعش لخوا شوي يو ترهه ګريز بريد کې ٦٠ پوليس وژل شوي او ١٢٠ کسان ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG