لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا ښارونو کې دټرمپ په ضد نورې مظاهرې

 نيويارک کې په سلګونو خلک واشنګټن سکوير پارک ته ورټول شوي، هغوي داسې کتبې لرلې چې پرې ليک وو " مينه به تل دټرمپ څخه کرکه کوي" ،هغوي د" زما ولسمشر نه دى" نعرې هم وهلي دي، په مينهيتين کې نور مظاهرين دټاکل شوي ولسمشر ټرمپ دموجوده کور مخې ته ورټول شويدي.

دامريکا صدارتي ټولټاکنو دډونلډ ټرمپ دګټې په ضد دجمعې په ورځ پرله پسې په دريمه ورځ هم دامريکا په ګڼو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي، دمظاهرو منتظمين وايي چې هغوي په راتلونکو ورځو کې دنورو لاريونونو پلان هم لري.

نيويارک کې په سلګونو خلک واشنګټن سکوير پارک ته ورټول شوي، هغوي داسې کتبې لرلې چې پرې ليک وو " مينه به تل دټرمپ څخه کرکه کوي" ،هغوي د" زما ولسمشر نه دى" نعرې هم وهلي دي، په مينهيتين کې نور مظاهرين دټاکل شوي ولسمشر ټرمپ دموجوده کور مخې ته ورټول شويدي.

په پورټ لينډ،اوريګون کې پوليسو دټرمپ په ضد مظاهره کوونکي خواره کړي دي، پوليسو په دې موقع داوښکوبهيونکى ګيس هم کارولى.

دپوليسو وينا ده چې ښار کې درې نور بيلا بيل مارچونه هم رامينځته کيږي.

فلاډيلفيا کې دټيمپل پوهنتون خواوشا سلو طالب علمانو دخپل کيمپ څخه سټي هال پورې مارچ کړى،هغوي په دې نظر دي چې ټاکل شوى ولسمشر ټرمب په هيواد يو موټى کوي نه بلکې ويشي به يې.

په ميامي کې هم په سلګونو خلک دټرمپ په ضد راټول شويدي، ددغو مظاهرينو څخه يوې ډلې يوه مصروفه لويه لار بنده کړې چې ورسره ټريفک جام شو او په روانۍ کې څو ګينټې وخت ولګيدو.

په اټلانټا او ټينيسيي وينډربيلټ پوهنتو کې هم مظاهرې شوي دي.

ټرمپ په ټويټر دغو مظاهرو ته ځواب ويلى، دزيارت په ورځ ټرمپ ګيله کړې وه چې دميډيا لخوا راپارول شوي، پيشه ور مظاهرين(دهغه په ضد) احتجاج کوي کوم چې ډيره بې انصافي ده.

په نيويارک، لاس ويګس او لاس اينجلس کې دټرمپ په ضد دخالي په ورځ دنورو لاريونونو منصوبه بندي ده.

صدارتي ټولټاکنو کې دامريکا دپخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن په ضد دډونلډ ټرمپ دګټې خلاف دشورو په ورځ امريکا کې مظاهرې پيل شوې وې.

پورټ لينډ کې يو شمير مظاهرينو دسټورونو کړکۍ ماتې کړي ، دپوليسو وينا ده چې هغوي دغلته داړي ګړي سره مخ شوي،هغوي دپينځويشتو څخه زيات کسان نيولي،په لاس اينجلس کې دپوليسو وينا ده چې ١٨٥ کسان يې نيولي دي.

ټولو سيمو کې مظاهرينو دانتخابي کيمپين په مهال دټرمپ لانجمن بيانونه او تبصرې په يادې کړيدي کومې چې هغه دمهاجرينو، مسلمانانو او ښځو په اړه کړې وې، دهغوي په نعرو کې " نفرت نه" " ويره نه" ، او" مهاجرينو ته دلته هرکلى ويلى شي" شامل دي

زياتره مظاهرينو ويلي دي هغوي راتلونکو اوونو کې دخپلو لاريونونو او مظاهرو ددوامداره ساتلو اراده لري، دنوي ولسمشر لخوا په ٢٠مه جنورۍ دڅوکۍ سمبالولو پورې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG