لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبګرام هوايي اډه کې ځانمرګي بريد څلور کسان وژلي،١٤ ژوبل


دافغان ميډيا سرچينې وايي چې  دغه بريد دخوراک څښاک دهال څخه بهر ترسره شوى دى، ځانمرګي ديو خواري کښ په شکل کې ځان  دبريد ځايې ته رسولى، دغه عسکري اډه دکابل شمال لوري ته موقعيت لري.
دافغان ميډيا سرچينې وايي چې  دغه بريد دخوراک څښاک دهال څخه بهر ترسره شوى دى، ځانمرګي ديو خواري کښ په شکل کې ځان  دبريد ځايې ته رسولى، دغه عسکري اډه دکابل شمال لوري ته موقعيت لري.

دطالبانو يو مشکوک ځانمرګي ځان دافغانستان دبګرام هوايي اډې دننه الوځولى چې له امله يې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او څوارلس نور ژوبل شوي دي.

دافغان ميډيا سرچينې وايي چې دغه بريد دخوراک څښاک دهال څخه بهر ترسره شوى دى، ځانمرګي ديو خواري کښ په شکل کې ځان دبريد ځايې ته رسولى، دغه عسکري اډه دکابل شمال لوري ته موقعيت لري.

يو بيان کې افغانستان کې دريزولوټ سپورټ کمانډر جنرال جان.ډبليو.نکلسن ويلي دي په ١٢م نومبر دبګرام په هوايي ډګر کې يوه چاوديدونکې آله چاوديدلې ، بريد کې څلور کسان وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.

بيان کې ويل شوي دي چې ديو غوره افغانستان جوړولو لپاره به دتربيې، صلاح مشورې او مرستې مشن دوامداره وي.

دطالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد ذمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي چې دهغوي ځانمرګي امريکايي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړلې

له دې وړاندې دخالي په ورځ چارواکو ويلي دي دافغانستان دپلازمينې کابل شمال لوري ته دناټو په بګرام هوايي اډه يوه چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ١٣ نور ژوبل شوي دي.

افغانستان کې ميشته دناټو ځواکونو ويلي دي دغه چاودنه خواوشا پينځه نيمې بجې رامينځته شوې ده او پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي چاودنه کې ددريوؤ کسانو دوژل کيدو او ١٣و دژوبل کيدو پخلى کړى او ويلي يې دي چې دچاودنې علت نه دى په ډاګه شوى.

افغانستان کې دايتلافي ځواکونو يو بيان کې ويل شويدي چې " مونږ پخلى کولى شو چې په بګرام ائيرفيلډ نن سحر يوه چاودنه شوې او پکې مرګ ژوبله رامينځته شوې"

افغانستان کې بهرنو ځواکونو خواوشا دوه کاله دمخه خپل جنګي مشن پاې ته رسولى وو او دغه هيواد کې دپاتې کيدونکو زياترو بهرنو پوځيانو کردار اوس دترهه ګرو په ضد جنګيدونکو افغان ځواکونو ته تربيت مشوره او مرسته ورکول دي.

په بګرام هوايي اډه له دې وړاندې دطالب جنګيالو لخوا بريدونه ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم دافغانستان شمالي ښار مزار شريف کې په موقعيت لرونکې جرمن قونصل خانه بريد کړى ؤ چې پکې څلور کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG