لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د نوي امریکايي صدر سره په ګډه کار کول غواړي


د پاکستان د سیاسي مشرتابه ډونلډټرمپ ته په انتخاباتو کې بریا باندې د اومبارکۍ پېغامونو کې دا څرګند کړی شوې ده چې دواړه د اوږدې مودې اړیکې دوامداره ساتل غواړي.
د پاکستان د سیاسي مشرتابه ډونلډټرمپ ته په انتخاباتو کې بریا باندې د اومبارکۍ پېغامونو کې دا څرګند کړی شوې ده چې دواړه د اوږدې مودې اړیکې دوامداره ساتل غواړي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا ویلي ملک يې د امریکا نوي ټاکل شوي صدر ډونلډ ټرمپ د انتظامیې سره د شریکو ګټو ترڅنګ د ټولو چارو او ترهګرۍ د مخنيوي په اړوند په ګډه کار کول غواړي.

د زیارت په ورځ/پنجشنبې په ورځ اوونیز احوال تېرولو په وخت رسنیو سره په خبرو کې نفیس ذکریا وویل د سیمې حالاتو ته کتو پاکستان ګڼي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ اړیکې ضروري دي.

هغه ویلي د ترهګرۍ په ضد کامیابۍ او سیمې د سولې او ثبات دپاره د ګډو اهدافو ترلاسه کولو دپاره د پاکستان او امریکا ترمنځ نزدې همکاري ډېره مهمه ده.

د کشمیر په اړوندد پوښتنې په ځواب کې ذکریا وویل ډونلډټرمپ د وړاندې نه د دغه مسلې د حل کولوپه لړ کې د کردار ادا کولو خبره کړې وه او پاکستان يې هر کلی کړی ؤ.

هغه ویلي د پاکستان د سیاسي مشرتابه ډونلډټرمپ ته په انتخاباتو کې بریا باندې د اومبارکۍ پېغامونو کې دا څرګند کړی شوې ده چې دواړه د اوږدې مودې اړیکې دوامداره ساتل غواړي.

نفیس ذکریا ویلي په ځینو چارو باندې د دواړو ملکونو ترمنځ اختلافات موجود دي خو د نوموړي په وینا په دغه اړوند دخبرو اترو لار موجوده ده.

(( زمونږ چې کومې مسلې دي هغه نه یواځې دوه اړخیزه او سیمه ییزه دي بلکې نړیوالې هم دي، په هغو باندې مونږ موافق هم یو او رایو مو پرې بدلې هم دي ولې مونږ یو ځاې کښېنو او خبرې کوؤ)).

د پاکستان صدر ممنون حسېن او وزیراعظم نوازشریف د امریکا نوي صدر ته په بریا د مبارکۍ په پېغام کې دا هیله څرګند کړې چې په اووه لیسزو مشتمل دوه اړخیزه اړیکې دوامداره ساتل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG