لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټرمپ دګټې په ضد امريکا کې زرګونو خلکو احتجاجي مظاهرې کړي


 دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دراپور ترمخه په زرګونو خلک ټوله امريکا کې کوڅو ته وتلي او دامريکا دولسمشر په توګه دډونلډ ټرمپ دټاکنې غندنه يې کړې ده.
دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دراپور ترمخه په زرګونو خلک ټوله امريکا کې کوڅو ته وتلي او دامريکا دولسمشر په توګه دډونلډ ټرمپ دټاکنې غندنه يې کړې ده.

صدارتي ټولټاکنو کې دريپبلکن ډونلډ ټرمپ دحيرانونکې ګټې په ضد دامريکا ښارونو کې په زرګونو خلکو احتجاجي مظاهرې کړي دي او دانتخابي کيمپين په مهال يې دمهاجرينو، مسلمانانو او نورو ډلو په اړه دهغه په بيانونو نيوکه کړې ده.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دراپور ترمخه په زرګونو خلک ټوله امريکا کې کوڅو ته وتلي او دامريکا دولسمشر په توګه دډونلډ ټرمپ دټاکنې غندنه يې کړې ده.

دچارواکو وينا ده چې دغه مظاهرې زياتره پرامنه وې.

نيويارک کې په زرګونو خلکو احتجاجي مظاهرې کړه او دټرمپ ټاور په لوري ورغلي او په زرګونو نورو مينهيټن پارک کې د"زما صدر نه دى" نعرې وهلي دي.

داى پي ترمخه دشيکاګو يو اوسيدونکي مايکل برکي ويلي هغه باور لري چې ټاکل شوى ولسمشر(ټرمپ) به " هيواد وويشي او کرکه به راوپاروي" دهغه وينا وه ددغه هر څه دنه منلو يوه ايني ذمه واري لري.

دفلاډيلفيا سټي هال سره نزدې هم په سلګونو مظاهرين ديخ موسم او باران باوجود راټول شوي او احتجاج کې يې برخه اخستې ده.

دمظاهرې برخه وال ، چې پکې دډيمکوريټ دصدارتي کانديدې هيلري کلنټن او خپلواکه برني سينډرز پلويان شامل وؤ، په ريپبلکنز او ډيموکريټس دواړو دټولټاکنومخې ته په راغلو نتيجو دغصې څرګندونه وکړه.

په بوسټن کې هم په زرګونو ټرمپ مخالفه مظاهرينو احتجاج کړى او د"ټرمپ يو نسل پرست" نعرې يې وهلي، هغوي سره لاسونو کې کتبې هم وې چې پرې ليک وؤ"دټرمپ مواخذه دې وشي" اؤ" اليکټورل کالج دې ختم کړى شي" نعرې پرې درج وې.

ديونيورسټي اف ټيکساس طالب علمان هم دکلاسونو څخه راوتلي او دډاؤن ټاؤن آسټن په لوري يې مارچ کړى،هغوي دلږ وخت لپاره دزيات رش دټريفک يو پُل هم بند کړى.

دډونلډ ټرمپ دولسمشر دټاکل کيدو په ضد مارچ کوونکو مظاهرينو په واشنګټن ډي سي کې دټرمپ انټرنيشنل هوټل مخې ته نعرې وهلي دي.

دمظاهرينو يوې بلې ډلې دسپينې ماڼۍ څخه بهر احتجاج کړى،هغوي سره لاسونو کې شمعې وې.

په اوريګون کې په لسګونو خلکو ډاون ټاون پورټ لينډ کې ټريفک بلاک کړى، دامريکا بيرغونه يې سوځولي ريل ګاډي يې تر څه وخته دتګ څخه منعې کړي، په ډاون ټاون کې له دې وړاندې

دشيکاګو پوليسو سيمه کې سړکونه بند کړي او دمظاهرينو مخه يې نيولې ده خو دمظاهرې په مهال دخلکو دنيول کيدو يا تشدد اطلاعات نه دي ترلاسه شوي.

شيکاګو کې دوه ويشت کلن ادريانا ريزو ويلي دي " په دې هيواد کې چې څه کيږي دهغې په اړه ويره لرم"

لاس اينجلس،اوکلينډ،کيلي فورنيا، سين فرانسيسکو او نورو ايالتونو کې هم ټرمپ مخالف مظاهرې شوي دي.

تيره ورځ خپلو پلويانو ته دوينا په مهال صدارتي ټولټاکنو کې ماتې سره مخ شوې هيلري کلنټن ويلي وو اوس هم ډونلډ ټرمپ دهغوي صدر دى او دهغه درناوى پکار دى.

هيلري ويلي وو چې هغه به دانتخابي مهم په مهال پيدا شوى تاوتريخوالى ختموي او دويشل شوې امريکا ديو موټى کولو لپاره به کار کوي.

هغې خپلو پلويانو ته دا هم ويلي وو چې ډونلډ ټرمپ اوس دهغوي صدر جوړيدونکى دى نو ځکه دهغوي ذمه واري جوړيږي چې په وسعت قلبۍ سره دهغه هرکلى وکړي او دهيواد قيادت ته موقع ورکړي.

ددغه وينا په مهال هيلري پخپلو جذباتو قابو ونه موندلى شوه او ژړغونې شوې هم وه او ټولټاکنو کې په ناکامۍ يې دخپلو پلويانو څخه بخښنه غوښتې وه.

په ٨م نومبر امريکا کې دترسره شوو صدارتي ټولټاکنو په مهال ډونلډ ټرمپ په حيرانونکې توګه هيلري کلنټن ته ماتې ورکړې او دامريکا ٤٥م ولسمشر ټاکل شوى دى.

هغه به دجنورۍ مياشت کې دموجوده ولسمشر براک اوباما پځايې دصدارت چوکۍ سمبالوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG