لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سندهـ د اوږدې مودې ګورنر عشرت العباد د چوکۍ لرې کړی شو


نوموړي ته دا اعزاز هم ترلاسه دی چې د پاکستان په تاریخ کې د ګورنر په چوکۍ تر ټولو زیاته موده (۱۴کاله) پاتې شو.
نوموړي ته دا اعزاز هم ترلاسه دی چې د پاکستان په تاریخ کې د ګورنر په چوکۍ تر ټولو زیاته موده (۱۴کاله) پاتې شو.

د پاکستان سندهـ صوبې د ۱۴ کالو راهسې ګورنر عشرت العباد خان د دغه چوکۍ څخه لرې کړی شو او د هغه په ځاې د پاکستان د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي سعیدالزمان صدیقي نوی ګورنر جوړ کړی شو.

د سرکاري میډیا ترمخه صدر ممنون حسېن د وزیراعظم نوازشریف په وړاندیز د جسټس (ر) سعیدالزمان د سندهـ صوبې د ګورنر جوړولو منظوري ورکړې ده.

عشرت العباد خان د کال ۲۰۰۲م د دسمبر په ۲۷م نېټه د هغه وخت پوځي صدر جنرال (ر) پروېزمشرف ګورنر جوړ کړی ؤ، د عشرت العباد تعلق په هغه وخت کې د متحده قومي مومنټ سره ؤ او هغه په داسې عمر کې ګورنر جوړ کړی شوی ؤ چې دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمر ګورنر ؤ.

نوموړي ته دا اعزاز هم ترلاسه دی چې د پاکستان په تاریخ کې د ګورنر په چوکۍ تر ټولو زیاته موده (۱۴کاله) پاتې شو.

په کال ۲۰۱۴م کې د اېم کیواېم ډلې مشر الطاف حسېن د عشرت العباد نه د خپل ګوند د لاتعلقۍ اعلان کړی ؤ، ولې نوموړي ګورنر په هغه وخت دغه بیان ته کوم ښکاره غبرګون نه ؤ ویلی.

د نوموړي په ګورنرۍ کې په کراچۍ کې د بدامنۍ یو شمېر پېښې هم رامنځته شوي، په دغو پېښو کې د ۲۰۰۷م کال د مئي د ۱۲م هغه خونړۍ پېښې شاملې وې چې پکې خواوشاه ۵۰ کسان وژل شوي وو.

د عشرت العباد په ګورنرۍ کې د اېم کیواېم ګوند سره تعلق لرونکی د کراچۍ نومیالی ښاروال چې دا وخت یې ځانله پاک سرزمین پارټي جوړه کړې، کمال په وروستیو کې په عشرت العباد د بډو رشوتو او د ۱۲م مئي د پېښو او د دوه ښېوادونو د تابعیت لرلو ترڅنګ یو شمېر تورونه لګولي دي، ولې عشرت العباد دغه ټول تورونه رد کړي او په مصطفي کمال يې تورونه لګولي وو.

عشرت العباد باندې ځینې نورې سیاسي ډلې هم دغه ډول نیوکې کوي.

عشرت العباد د پروېزمشرف د حکومت نه علاوه د پيپلزپارټۍ د صدر اصف علي زرداري سره هم ګورنر پاتې شوی دی، د اېم کيواېم او پيپلزپارټۍ د خپل منځي اختلافاتو په سر عشرت العباد په کال ۲۰۱۳م کې استعفی ورکړې خو وروستو یې د الطاف حسېن په وینا بیرته اخستې وه.

څیړونکی اجمل خټک کشر وايي، په عشرت العباد کې داسې کومې خوبۍ نه وې چې دومره ډېر وخت په دغه چوکۍ پاتې شو ((د ده په حواله داسې ویل کيږي چې دا د اسټبلشمنټ سړی دی نو ځکه دومره وخت په دغه چوکۍ پاتې شو، او په ده باندې په وروستیو کې تورونه لګېدل دا ښايي چې دی چا راوستی ؤ اوس هغوې دی لرې کول غوښته)).

نوموړی واي د عشرت العباد اوس د اېم کيواېم سره هم کومې اړیکې پاتې نه شوې او نه وروسره بل کوم داسې حیثیت ؤ ځکه اسټبلشمنټ نه غوښته چې دی نور په دغه چوکۍ وساتل شي.

د صوبې نوی جوړ کړی شوی ګورنر سعیدالزمان صدیقي د سترې محکمې او دسندهـ هائیکورټ مشر قاضي پاتې شوی دی،نوموړی په کال ۲۰۰۸م کې د مسلم لیګ (ن) ډلې لخوا د صدارت کاندیدؤ. ښاغلي صديقي د پخواني پوځي صدرپرویز مشرف په وخت کې د پي سي او لاندې د څوګند اخستو نه انکار هم کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG