لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحیل پېښور کې په الوتکه د بریدګرپه ګډون د نهه ترهګرو د مرګ د سزا پخلی کړی


د بیان ترمخه په دغو ترهګرو باندې پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوي، دوې د عدالت په وړاندې خپل جرمونه منلي دي،
د بیان ترمخه په دغو ترهګرو باندې پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوي، دوې د عدالت په وړاندې خپل جرمونه منلي دي،

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف نن د ګل/سه شنبې په ورځ نهه ترهګرو ته د تېزندۍ ورکولو د سزا پخلی کړی دی.

په دغو ترهګرو کې په کال ۲۰۱۴م کې د پېښور په باچاخان هوايي ډګر باندې کوزېدونکې د پي آيي ای په الوتکه ډزې کوؤنکی بریدګر هم شامل دی، په الوتکه ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او دوه مسافر ژوبل شوي وو.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې لخوا په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې کومو ترهګرو ته د مرګ سزا اورول شوې دوي د ترهګرۍ د پېښو، بې ګناه خلکو په وژنو، لیویز چارواکو نه د سرونو غوڅولو ترڅنګ په پوځ باندې بریدونو کې ککړ وو.

د بیان ترمخه په دغو ترهګرو باندې پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوي، دوې د عدالت په وړاندې خپل جرمونه منلي دي، او د دغو ترهګرو تعلق د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر اسلام ډلو سره دی.

پوځي بیان کې د دغو کسانو پېژندګلو او جرمونو کې د لاس لرلو تفصیل ورکړی شوی دی.

۱: ساجد ولد ابراهیم خان د ټي ټي پي سره تعلق پي آيي ای باندې د برید ترڅنګ عامو خلکو او پولیس باندې حملو کې لاس درلود.
۲: جاوېدخان ولد فقیرګل د ټي ټي پي غړی او امنیتي ځواکونو باندې بریدونو کې ککړ ؤ.
۳: فضل حق ولد شهداد د ټي ټي پي فعاله غړی د څلورو پولیسو تښتولو او د هغوې نه لاسونو غوڅولو کې د ککړتوب سره امنیتي ځواکونو او عامو خلکو باندې بریدونو کې يې لاس درلود.
۴: فضل رحمان ولد فضل کریم د ټي ټي پي فعاله غړی او د پوځي افسر په ګډون د سرتېرو په وژنه کې ککړ ؤ.
۵: زاهدخان ولد کتاب شاه د لشکر اسلام ډلې فعاله غړی او امنیتي ځواکونو باندې وژونکي برید کې يې لاس درلود.
۶: عمرسعید ولد حضرت سعيد د ټي ټي پي سره تعلق او امنیتي سرتېرو باندې بریدونو کې ککړ ؤ.
۷: رحمت ولد اسماعیل خان د لشکر اسلام فعاله غړی او پوځي سرتيرو باندې بریدونه کړي د کوم له امله چې سرتېري وژل شوي دي.
۸: بخت ولي ولد عمل خان د لشکر اسلام غړی او امنیتي سرتېرو باندې بریدونو کې ککړ ؤ.
۹: نزید احمد ولد الله داد د ټي ټي پي فعاله غړی او په پوځ او پولیس باندې بریدونو کې لاس درلود.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف له دې وړاندې هم د څو ترهګرو د تېزندۍ منظوري ورکړې ده. دغو ټولو ترهګرو ته د پوځي عدالتونو لخوا سزاګانې اورول شوي دي.

د کال ۲۰۱۴م په اخرۍ میاشت کې پېښور کې په سکول د برید وروستو په ملک کې پوځي عدالتونه جوړ شوي او د تېزندۍ د سزا عملي کېدو لړې پېل کړی شوې وه، پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې ترهګر برید کې نزدې ۱۵۰ کسان وژل شوي چې زیاتره يې محصلين وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG