لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاناما لیکس: فریقېن دې عدالت ته شواهد وړاندې کړي


د سترې محکمې د مشر قاضي انور ظهیر جمالي په مشرۍ پینځه کسیزه بنچ ټولو فريقېنو ته ویلي چې په ۱۵م نومبر دې په دغې اړه د شواهدو اسناد جمع کړي.
د سترې محکمې د مشر قاضي انور ظهیر جمالي په مشرۍ پینځه کسیزه بنچ ټولو فريقېنو ته ویلي چې په ۱۵م نومبر دې په دغې اړه د شواهدو اسناد جمع کړي.

د پاکستان ستره محکمه کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ د پاناما لیکس په اړوند شوؤ خواستونو اورېدنه شوې او د وزیراعظم نوازشریف دوه زامنو حسن او حسېن نواز او لور مریم صفدر يې خپل ځوابونه عدالت ته وړاندې کړي دي.

د وزیراعظم نوازشریف وکیل سلمان اسلم بټ عدالت ته ځوابونه وړاندې کړي او ویلي یې دي د وزیراعظم درې واړه بچي هغه نه ساتي او نه په هغوي کې څوک په کومه اولسي چوکۍ باندې ناست دي.

مریم ویلي چې هغه په بهر ملک کې د اف شور کمپنیانو نیلسن او نېسکام سره یواځې د ټرسټي (باوري) په حېث ده او د دغو کمپنو نه هيڅ مالي ګټې نه اخلي.

د وزیراعظم زوی حسېن نواز په خپل ځواب کې ویلي د تېرو ۱۶ کالو راهسې په قانوني توګه بهر ملک کار کوي او د هغه سره یاد شوي جائېدادونه د کال ۲۰۰۵م نه وړاندې د هغه سره نه وو.

حسن نواز هم ویلي د ۲۰ کالو راهسې بهر ملک کې دی او په قانوني توګه کار کوي.

د سترې محکمې د مشر قاضي انور ظهیر جمالي په مشرۍ پینځه کسیزه بنچ ټولو فريقېنو ته ویلي چې په ۱۵م نومبر دې په دغې اړه د شواهدو اسناد جمع کړي.

د حکومت لخوا د شواهدو د اسنادو دپاره د ۱۵ ورځو وخت غوښتی شوی ولې عدالت دغه خواست رد کړی او ویلي يې دي زر تر زره دغه کېس هوارول غواړي.

سترې محکمې د پاناما لیکس په اړوند خواستونه د اورېدنې دپاره منظور کړي او د ټولو فریقېنو نه يې د لیک په بڼه باور غوښتی ؤ، چې په دغه اړوند دې د تحقیقاتو دپاره د کمېشن پرېکړه ټکي په ټکي ومني.

د روان کال اپرېل په میاشت کې د پاناما د یو لافرم موساک فونسیکا د مخې ته راغلو معلوماتو ترمخه خواؤشا شپږ سوه پاکستاني وګړي داسې دي چې بهر ملکونو کې یې اف شور کمپنۍ دي او په هغو کې د وزیراعظم نوازشریف دوه زامن حسېن ا و حسن نواز نه علاوه دهغه د لور مریم نوم هم شامل وو، چې دوی هم په بهر ملکونو کې د جائیداد جوړولو دپاره اف شور کمپنۍ جوړې کړي دي.

د مخالفه ډلو لخوا په دغه اړوند په وزیراعظم نوازشریف سختې نیوکې شوې وې.

د عمران خان ګوند تحریک انصاف، د شېخ رشید عوامي مسلم لیګ، جماعت اسلامي، جمهوري وطن پارټۍ او طارق اسد نومې وکیل د پاناما لیکس د پلټنو دپاره سترې محکمې ته ورغلي ؤ او د هغو په خواستونو دا اورېدنه پېل شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG