د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلع کې د وسله والو او پولیس ترمنځ نښته کې دوه ترهګر او يو پولیس وژل شوی دی.
د ځايي چارواکو په وینا دغه پېښه د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د صوابۍ ټوپۍ تحصیل په مېنه علاقه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا پولیس په علاقه کې په ګزمه بوخت ؤ او په دغه مهال پرې وسله والو برید کړی دی، چې له امله يې یو پولیس شاه فهد وژل شوی او منېر ژوبل شوی دی. د پولیس سرتېرو تعلق د ایلیټ فورس سره دی.
راپورونه وايي د برید وروستو د تېښتې په مهال یو بریدګر په خپله د ګرنېډ د چاؤدنې نه وژل شوی او بل په یو دوکان کې د پټېدو وروستو وژل شوی دی.
پولیس ادعا کړې دوکان کې پټ بریدګر دوي سره په نښته کې وژل شوی دی.
د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو لا نه ده شوې.
په دغه سیمه کې له دې وړاندې هم د پولیو په ټیمونو او امنیتي ادارو باندې وژنکي بریدونه شوي دي. او دغلته پولیس او پوځ د ترهګرو په ضد عملیات هم ترسره کړي دي.