لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدارتي ټولټاکنې،امريکا کې دالقاعده دبريد انديښنه


 دخطرې دامکان لړ کې اطلاع په داسې حال کې ورکړى شوې چې په ٨ نومبر امريکا کې صدارتي ټولټاکنې ترسره کيدونکي دي، استخباراتي چارواکو خبردارى جاري کړى چې نيويارک، ورجينيا او ټيکساس په نخښه کيدى شي.
دخطرې دامکان لړ کې اطلاع په داسې حال کې ورکړى شوې چې په ٨ نومبر امريکا کې صدارتي ټولټاکنې ترسره کيدونکي دي، استخباراتي چارواکو خبردارى جاري کړى چې نيويارک، ورجينيا او ټيکساس په نخښه کيدى شي.

امريکا کې دوفاقي او رياستي ادارو چارواکي دهاغو اطلاعاتو پلټنې کوي چې پکې ويل شوي وو دالقاعده ترهه ګريزه ډله دامريکايي صدارتي ټولټاکنو په موقع يا ددې څخه دمخه دبريد سازش کولى شي.

دخطرې دامکان لړ کې اطلاع په داسې حال کې ورکړى شوې چې په ٨ نومبر امريکا کې صدارتي ټولټاکنې ترسره کيدونکي دي، استخباراتي چارواکو خبردارى جاري کړى چې نيويارک، ورجينيا او ټيکساس په نخښه کيدى شي.

دنيويارک ښار پوليس چارواکو ويلي هغوي دايف بي ايي دترهه ګرۍ دمخنيوي ګډې کاري ډلې او خپلو استخباراتي ډلو په مرستې سره ددغسې کوم امکان جاج اخلي.

ډپټي کمشنر، اسټيفن ډيوس خبردارى ورکړى چې " دا اطلاع واضحه نه ده، مونږ دنيويارک ښار په اړه استخباراتي راپورونه په سنجيدګۍ سره اخلو"

دوايي اين وايي سي ريډيو اووه نيز پروګرام کې دخبروپه مهال دنيويارک سټي ميئر بل ډي بلاسيو ويلي دي دغه خطره نوې نه ده.

ډي بلاسيو ويلي دي ورته دڅو ورځو راهسې ددې علم ؤ،هغوي ددغه راپور دحقيقت جاج اخلي.

دهوم لينډ سيکورټي دمحکمې يو چارواکي ويلي دي اداره دکومې ممکنه خطرې څخه خبر ده، خو هغه په دې اړه دنور سپيناوي څخه ډډه کړې.

خپل بيان کې ايف بي ايي ويلي دي دامريکا دترهه ګرۍ دمخنيوي اداره او دقانون پځايې کوونکي ددغسې کوم ممکنه بريد صورت کې دفاع لپاره بيدار او چمتو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG