لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونه موصل کې دداعش مزاحمت سره مخ دي


 دعراقي پوځ وينا ده په ټينکونو او وسلو سمبال يو ډويژن هم دجنوب ختيز ضلعو په لوري پرمختګ کوي کوم چې دموصل سره دنزدې سيمو دداعش څخه دازادولو دروانو هلو ځلو برخه ده.
دعراقي پوځ وينا ده په ټينکونو او وسلو سمبال يو ډويژن هم دجنوب ختيز ضلعو په لوري پرمختګ کوي کوم چې دموصل سره دنزدې سيمو دداعش څخه دازادولو دروانو هلو ځلو برخه ده.

دعراق موصل ښار دتندروه ډلې داعش څخه ازادولو لپاره پرمختګ کوونکي ځانګړي ځواکونه ښار ته داخل شوي اؤ دغلته يې دسرکاري ټي وي دتنصيباتو کنټرول ترلاسه کړى، خو ايتلافي ځواکونه دتندلارو لخوا دسخت مزاحمت سره مخ دي.

دتندلارو لخوا دخورو کړى شوو بارودي سرنګونو او خنډانو له امله امنيتي ځواکونه پرمختګ کې ستونزو سره مخ دي.

دعراقي پوځ وينا ده په ټينکونو او وسلو سمبال يو ډويژن هم دجنوب ختيز ضلعو په لوري پرمختګ کوي کوم چې دموصل سره دنزدې سيمو دداعش څخه دازادولو دروانو هلو ځلو برخه ده.

بلخوا دشمال داړخ څخه هم ايتلافي ځواکونه دموصل په لوري ورروان دي او داطلاعاتو ترمخه هغوي ګڼ کلي دداعش څخه خلاص کړي دي.

دغه جګړه کې عراقي ځواکونو سره کرد پيش مرګه او شيعه مليشا هم شامل ده او ورته دامريکا په مشرۍ دايتلافي ځواکونو هوايي ملاتړ هم ترلاسه دى.

داعش څخه دموصل دقبضې خلاصولو لپاره عمليات دوه اوونۍ دمخه پيل کړى شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG