لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت طالبانو سره تماس کې دى،عمرزاخيلوال


 دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز سره خبرو کې افغان سفير ويلي دي قطر کې اوس اوس طالبانو سره دخبرو اترو څخه دمخه افغان حکومت هغوي سره څو غونډې کړي ځکه چې افغان حکومت هيواد کې دامنيت دپځايې کولو اراده لري.
دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز سره خبرو کې افغان سفير ويلي دي قطر کې اوس اوس طالبانو سره دخبرو اترو څخه دمخه افغان حکومت هغوي سره څو غونډې کړي ځکه چې افغان حکومت هيواد کې دامنيت دپځايې کولو اراده لري.

پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال ويلي دي افغان حکومت دزياتې مودې راهسې افغان حکومت سره تماس کې دى ځکه افغان حکومت هيواد کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى.

دافغان سفير ددغه دعوې په اړه دطالبانو لخوا تر دې مهاله کوم غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو له دې وړاندې افغان طالبانو افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو افغان حکومت سره دمذاکراتو کولو څخه انکار کړى دى.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز سره خبرو کې افغان سفير ويلي دي قطر کې اوس اوس طالبانو سره دخبرو اترو څخه دمخه افغان حکومت هغوي سره څو غونډې کړي ځکه چې افغان حکومت هيواد کې دامنيت دپځايې کولو اراده لري.

افغان سفير هيله څرګنده کړې ده چې راتلونکو غونډو کې به طالبانو ګڼې ستونزې هوارې شي خو په دې اړه يې نور سپيناوى نه دى کړى او زياته کړې يې ده چې په دې پړاؤ په هغه د ولس هيلې نه سيوا کوي.

افغان حکومت کې دحزب اسلامي ډلې دمشر ګلبدين حکمتيار دشامليدو په اړه افغان سفير وويل چې زياتره افغانان دامنيت دټينګښت غواړي خو ځينې داسې هم شته چې حکمتيار سره دسولې په تړون تحفظات لري، خو دهغه په قول جمهوريت کې هر تن ته دخپلو خيالاتو دڅرګندونې حق وي.

هغه دا هم ويلي دي چې دمذاکراتو دلارې دستونزو هوارى او دامنيت ټينګښت به دافغانستان،پاکستان او سيمې لپاره مثبتې پايلې ولري.

دهغه وينا وه زمونږ قام سوله، تجارت، معاشي خوشحالي او ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي او دغه مقصدونه دجګړې له لارې نه شي ترلاسه کيدى

دراپور ترمخه کله چې افغان سفير څخه دپاکستان څخه پرته طالبانو سره دمذاکراتو کولو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه محتاط انداز کې وويل اسلام اباد افغانستان کې دسولې د بحالۍ دهڅې کولو په ترڅ کې تل مثبت کردار ادا کړى او زياته يې کړه چې افغان حکومت اسلام اباد سره افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره تماس کې دى.

پاکستان تيرکال دکابل او طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى و، خو دسولې دغه عمل دافغان حکومت لخوا دطالبانو دباني مشر ملا محمد عمر دمرګ داعلان څخه وروستو اودريدلى ؤ.

طالبانو او افغان چارواکو څه موده وړاندې قطر کې خفيه مذاکرات کړي وؤ، ددغو مذاکراتو مقصد افغانستان کې دروانې اوږدې جګړې دخاتمې په غرض دسولې په تړون بحث کول وؤ

تيره مياشت خبري ادارې اى پي پخپل يو راپورکې ديو لوړپوړي طالب مشر،يو افغان سفارت کار او يو پاکستاني چارواکي په اړه ويلي وؤ دريوو لوړپوړو افغان طالب مشرانو دپاکستان سفر کړى او اسلام اباد کې يې پاکستاني چارواکو سره يو شمير ليدنې کړي دي او هغوي يې په قطر کې دافغان طالبانو او کابل ترمينځ داوسنو خبرو اترو په اړه خبر کړي دي.

دپاکستان څخه پرته دافغان چارواکو او افغان طالبانو ترمينځ دغه مذاکرات په داسې حال کې ترسره شوي وؤ چې له دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان غږ کړى و چې دمذاکراتو ميز ته دطالبانو راوستو پځايې دې پخپله خاوره دپټو هاغو ترهه ګرو په ضد ګامونه واخلي کوم چې افغانستان کې په افغان او بهرني ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې پخپله خاوره دافغان ضد جنګيالو خلاف ګامونه نه اخلي او وايي دټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي.

افغان سفير دا خبرونه رد کړي چې ګنې افغانستان کې تندروه ډله داعش (پاکستان څخه) ستنيدونکي افغان کډوال بهرتي کوي او ويلي يې دي داعش ډله دومره قوي نه ده چې افغانستان کې خپلې پښې ښخې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG