لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ضمانت دې دشربت ګلې خوشې کولو لپاره ګامونه واخستل شي،نثار


 تيرماښام چې کله دوفاقي داخله وزير چوهدري نثار څخه دشربت ګلې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل ددغه معاملې به بيا دسره جاج اخلي.
تيرماښام چې کله دوفاقي داخله وزير چوهدري نثار څخه دشربت ګلې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل ددغه معاملې به بيا دسره جاج اخلي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دجعلي شناختي کارډ دجوړولو په تور دنيول شوې مشهورې افغان ميرمن شربت ګلې په ضمانت خوشې کولو لپاره دګامونو اخستو امر کړى دى.

دافغان مونا ليزا په نوم شهرت لرونکې افغان ميرمن شربت ګله تيره اوونۍ دپاکستان وفاقي پلټنيزې ادارې( ايف ايي اى) دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې نيولې وه، په شربت ګلې تور دى چې هغې پاکستان کې دکډوالۍ دژوند په مهال جعلي شناختي کارډ جوړ کړى دى.

خو کله چې شربت ګله يو عدالت ته وړاندې کړى شوه نو هغې دجرم دصحت څخه انکار وکړو.

تيرماښام چې کله دوفاقي داخله وزير چوهدري نثار څخه دشربت ګلې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل ددغه معاملې به بيا دسره جاج اخلي.

دهغه وينا وه دزنانه په حيث بايد دبشري خواخوږۍ په اساس ددغه معاملې جاج واخستل شي، خو ستونزه دا ده چې که چرې هغوي کيس بيرته واخستو نو دنادرا چارواکي چې اصل مجرمان دي دهغوي په ضد به هم کيس بيرته اخستل وي دکوم لپاره چې هغه تيار نه دى.

هغه دخپل وزارت چارواکو ته ويلي دي په لمړي پړاؤ کې دې دشربت ګلې ضمانت لپاره انتظامات وکړى شي.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

پاکستان کې ملي پيژندپاڼې يا شناختي کارډ کارډونو دپخلي عمل روان دى او تراوسه افغان وګړو ته دغه هيواد کې په غيرقانوني توګه جاري کړى شوي په زرګونو شناختي کارډونه منسوخ کړى شوي دي.

تر دې مهاله په باضابطه توګه دا نه ده ويل شوي چې دنيول کيدو څخه وروستو به شربت بي بي وطن ته ستنولى شي او يا به يې په ضد ګامونه اخستل کيږي.

پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو داوسيدو موده سږکال ددسمبر دمياشتې اخره کې ختميدونکې وه خو دپاکستان مرکزي حکومت دغه موده وروستو دمارچ دوه زره اوولسم پورې غزولې، پاکستان کې ميشته غيراندراجه افغان کډوال وطن ته ستنولى شي.

سږکال پاکستان څخه افغانستان ته دستنيدونکو افغان کډوالو شميره کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده، خو دبشري حقونو دډلو لخوا ويل کيږي دافغان مهاجرينو دستنيدو دغه عمل په رضاکارانه توګه پکار دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG