لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايف بي ايي به دهيلري کلنټن داي ميلونو پلټنې بيا پيل کوي


 دريپبلکن ډونلډ ټرمپ په فاتحانه انداز کې دايف بي ايي لخوا ددغو پلټنو دبيا پيل کولو هرکلى کړى او ويلي يې دي "شايد،انصاف به باالاخر ترسره شي"
دريپبلکن ډونلډ ټرمپ په فاتحانه انداز کې دايف بي ايي لخوا ددغو پلټنو دبيا پيل کولو هرکلى کړى او ويلي يې دي "شايد،انصاف به باالاخر ترسره شي"

دامريکا دوفاقي پلټنيزې ادارې( ايف بي ايي) مشر ويلي دي دهيلري کلنټن لخوا دشخصي ايميل سروس دکارولو به سردوباره پلټنې کولى شي.

دريپبلکن ډونلډ ټرمپ په فاتحانه انداز کې دايف بي ايي لخوا ددغو پلټنو دبيا پيل کولو هرکلى کړى او ويلي يې دي "شايد،انصاف به باالاخر ترسره شي"

بلخوا ډيموکريټک صدارتي کانديدې هيلري کلنټن خبريالانو سره خبرو کې په ايف بي ايي غږ کړى چې ددغو پلټنو په اړه لرونکي ټول معلومات دې جاري کړي

دريپبلکن ګوند دکانګريس مشرانو ته دايف بي ايي ډايريکټر جميز کومي ويلي دي ادارې ته داي ميلونو دموجودګۍ په اړه علم شوى، چې پلټې کول به يې مناسب وي.

هغه ويلي دي پلټونکي به دموادو جاج اخلي ترڅو معلومه کړى شي دغو کې دخفيه نوعيت اطلاعات خو موجود نه وؤ.

دډايريکټر وينا ده هغه نه شي ويلى چې دپلټنو مکمليدو کې به څومره وخت ولګي.

دخارجه محکمې يو چارواکي امريکا غږ ته ويلي چاته هم معلومه نه وه چې دغسې په کيږي.

دامريکايي استازو دايوان سپيکر او پخواني صدارتي کانديد پال راين دغه پرمختګ داوږد انتظار څخه وروستو اخستل شوى ګام ګرځولى، هغه دجمعې په ورځ يو بيان کې ويلي دي دغه پلټنې ځکه کيږي چې هغې(هيلري کلنټن) دشخصي اي ميل سرور په بې احتياطۍ سره استعمال کړى او وفاقي پلټونکو ته يې دې لړ کې دڅه ويلو څخه انکار کړى.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه ټرمپ دنيو هيمپشاير په مانچسټر کې خپلو پلويانو ته ويلي دي " دهيلري کلنټن بډې رشوتونه په هاغه پيمانه دي چې تراوسه مونږ نه وو ليدلي"

ټرمپ دا هم ويلي چې دا دواټر ګيټ څخه هم لويې سکينډل دى، ١٩٧٤ء کې دجاسوسۍ ددغه سکينډل له امله صدر رچرډ نکسن داقتدار څخه لرې کړل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG