لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : ډرون بريد کې دالقاعده لوړپوړي مشران په نخښه کړى شوي


 يو امريکايي چارواکي  دفاروق القحطاني  او بلال المتعبي  په ضد داتوار په ورځ  ترسره کړى شوي عمليات افغانستان کې په تيرو څو کلونو کې ترټولو مهم بريد ګرځولى.
 يو امريکايي چارواکي  دفاروق القحطاني  او بلال المتعبي  په ضد داتوار په ورځ  ترسره کړى شوي عمليات افغانستان کې په تيرو څو کلونو کې ترټولو مهم بريد ګرځولى.

پينټاګان ويلي دي روانه اوونۍ کې افغانستان کې ديو امريکايي بې پيلوټه الوتکې يا ډرون د بريد په مهال دالقاعده دوه لوړپوړي مشران په نخښه کړى شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو په ګډون ١٥ جنګيالي وژل شوي دي.

يو امريکايي چارواکي دفاروق القحطاني او بلال المتعبي په ضد داتوار په ورځ ترسره کړى شوي عمليات افغانستان کې په تيرو څو کلونو کې ترټولو مهم بريد ګرځولى.

خو دبريد ضرورت افغانستان کې دطالبانو دحکومت دختمولو څخه ١٥ کاله وروستو ددغه ډلې لچک په ډاګه کوي، دطالبانو حکومت دالقاعده مشرانو ته پناه ورکړې وه،څوک چې کال ٢٠٠١م کې په يوولسم ستمبر په امريکا دبريد مسؤل وؤ.

چارواکي ويلي دي هغوي ته دترلاسه شوو خبرونو ترمخه کونړ ولايت کې ترسره شوي دغه بريد کې دواړه هدفونه په سمه توګه په نخښه کړى شوي خو ددواړو دوژل کيدو پخلى تر دې مهاله نه دى شوى.

القحطاني کونړ ولايت کې پټ و، چارواکي ويلي دي امريکا هغه دڅلورو کلونو راهسې لټولو.

دوالي وياند عبدالغني مصمم خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي دي دغه بريد کې ١٥ جنګيالي وژل شوي چې پکې ګڼ پاکستاني طالبان هم شامل وؤ، بريد کې ددوؤ عرب جنګيالو دوژل کيدو خبر هم ترلاسه شوى دى.

دپينټاګان وياند پيټر کُک ويلي دي دالقاعده مشرانو القحتاني ته امر کړى و چې په افغانستان کې دې ددغه ډلې خوندي ځالې جوړې کړي.

دهغه وينا ده چې القطاني دامريکا په ضد دبريدونو لويې منصوبه جوړونکى ؤ او دامريکايي ځواکونو او دهغوي دايتلافيانو دپه نخښه کولو يو اوږد تاريخ يې لرلو.

دکُک وينا ده که چرې القحطاني او التعبي مړه وي نو به دامريکا اوددې هيواد دشراکت دارانو په ضد دالقاعده منصوبه بندۍ ته رسيدلې يوه ستره ضربه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG