لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : چارواکي داعش ٣٠ تښتول شوي ولسي وګړي وژلي دي


دغور ولايت وياند عبدالحئ خطيبي ويلي دي دغور پوليسو تيره ورځ دعملياتو په مهال دداعش يو کمانډر وژلى و او دهغه دوژنې په بدل کې دداعش تندلارو دولايت دسرښار سره نزدې عام وګړي دتښتولو وروستو وژلي دي.
دغور ولايت وياند عبدالحئ خطيبي ويلي دي دغور پوليسو تيره ورځ دعملياتو په مهال دداعش يو کمانډر وژلى و او دهغه دوژنې په بدل کې دداعش تندلارو دولايت دسرښار سره نزدې عام وګړي دتښتولو وروستو وژلي دي.

دافغانستان دمينځني ولايت غور چارواکو ويلي دي دتندروه ډلې داعش جنګيالو هاغه ديرش عام افغان وګړي وژلي کوم چې ددغه ولايت ديوې لرې پرتې سيمې څخه تيره ورځ تښتول شوي وؤ

دغور ولايت وياند عبدالحئ خطيبي ويلي دي دغور پوليسو تيره ورځ دعملياتو په مهال دداعش يو کمانډر وژلى و او دهغه دوژنې په بدل کې دداعش تندلارو دولايت دسرښار سره نزدې عام وګړي دتښتولو وروستو وژلي دي.

هغه ويلي دي دغه پيښه دنهې په شپه دسرښار فيروز کوه سره نزدې رامينځته شوې ده، ددغه سيمې سره نزدې افغان ځواکونه دطالب جنګيالو په ضد په جګړه بوخت وؤ.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي دهغوي ډله دغه پيښه کې لاس نه لري .

اوسنو مياشتو کې افغانستان کې دطالب جنګيالو بريدونو کې هم اضافه راغلې ده، جنګيالو په نزدې وختونو کې نه يواځې افغان امنيتي ځواکونه بلکې ولسي وګړي هم په نخښه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG