لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ميرمن شربت گله جعلي کارډ د جوړولو په الزام گرفتار


 پاکستان کې دکوايفو داندراج قومي ادارې(نادرا) تيرکال شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ته جاري کى شوي پاکستاني شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.
پاکستان کې دکوايفو داندراج قومي ادارې(نادرا) تيرکال شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ته جاري کى شوي پاکستاني شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دپاکستان وفاقي پلټنيزې ادارې(ايف ايي اى) دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دپاکستان په جعلي پيژندپاڼې يا شناختي کارډ جوړولو مشهوره افغان ميرمن شربت بي بي نيولې ده.

پاکستان کې دکوايفو داندراج قومي ادارې(نادرا) تيرکال شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ته جاري کى شوي پاکستاني شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

پاکستان کې ملي پيژندپاڼې يا شناختي کارډ کارډونو دپخلي عمل روان دى او تراوسه افغان وګړو ته دغه هيواد کې په غيرقانوني توګه جاري کړى شوي په زرګونو شناختي کارډونه منسوخ کړى شوي دي.

تر دې مهاله په باضابطه توګه دا نه ده ويل شوي چې دنيول کيدو څخه وروستو به شربت بي بي وطن ته ستنولى شي او يا به يې په ضد ګامونه اخستل کيږي.

پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو داوسيدو موده سږکال ددسمبر دمياشتې اخره کې ختميدونکې وه خو دپاکستان مرکزي حکومت دغه موده وروستو دمارچ دوه زره اوولسم پورې غزولې، پاکستان کې ميشته غيراندراجه افغان کډوال وطن ته ستنولى شي.

سږکال پاکستان پاکستان څخه افغانستان ته دستنيدونکو افغان کډوالو شميره کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده، خو دبشري حقونو دډلو لخوا ويل کيږي دافغان مهاجرينو دستنيدو دغه عمل په رضاکارانه توګه پکار دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG