لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان مشرانو لخوا کويټه کې دترهه ګريز بريد غندنه


 دافغانستان دولسمشر اشرف غني لخوا جاري شوي يو بيان کې دکويټې دبريد غندنه شوې او ويل شوي دي چې ترهه ګري دسيمې او نړۍ دثبات لپاره ګډ ګواښ دى.
دافغانستان دولسمشر اشرف غني لخوا جاري شوي يو بيان کې دکويټې دبريد غندنه شوې او ويل شوي دي چې ترهه ګري دسيمې او نړۍ دثبات لپاره ګډ ګواښ دى.

دافغانستان سياسي مشرانو ګاونډي هيواد پاکستان کې دپوليسو په تربيتي مرکز دشوي ترهه ګريز غندنه کړې او دترهه ګرۍ په ضد يې دمربوطو هڅو په ضرورت زور راوړى دى.

کويټه کې دپوليسو په تربيتي مرکز تيره شپه ددريوؤ ځانمرګيانو لخوا ترهه ګريز بريد ترسره شوى و چې پکې ٦١ پوليس عسکر وژل شوي او ١٢٠ کسان نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان دولسمشر اشرف غني لخوا جاري شوي يو بيان کې دکويټې دبريد غندنه شوې او ويل شوي دي چې ترهه ګري دسيمې او نړۍ دثبات لپاره ګډ ګواښ دى.

دهغه په قول ترهه ګري دکوم مذهب، قانون، رنګ اؤ نسل احترام نه کوي نو ځکه دښو دو او بدو ترهه ګرو ترمينځ دامتياز څخه پرته هغوي ته ددې په ضد جنګيدل او طاقت کارول پکار دي.

ولسمشر اشرف غني بريد کې دځپل شوو کسانو سره دخواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله هم دکويټې دبريد غندنه کړې، په ټويټر يو بيان کې عبدالله عبدالله ويلي دي په رياستي ملاتړ سره ترهه ګري، دپردې تر شا جنګونو لپاره دځواکونو استعمال، دترهه ګرو ترمينځ فرق تل دتباهۍ علت جوړيږي،ترهې څخه دې انکار وکړى شي.

هغه دکويټې دبريد ځپلو سره دخواخوږۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي افغان اولس پاکستاني اولس کلک ولاړ دى.

دافغانستان لخوا اوسنو مياشتو کې په پاکستان تور لګول کيږي چې دغه هيواد دهاغو ترهه ګرو په ضد ګامونه نه اخلي کوم چې دافغانستان امنيت لپاره ګواښ دى.

ددواړو هيوادونو اړيکې اړيکو کې تاؤتريخوالى راغلى.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي دترهه ګرو ترمينځ پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي او دترهه ګرۍ مخنيوي لپاره به افغانستان ته دخپله اړخه دعملياتو تڅنګ ددوه اړخيزه پولې څارنه کې هم مرسته کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG