لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان به کابل سره د لیدنو نه پاکستان خبروي


سرتاج عزیز ویلي پکار ده چې د څلور هېوادیزه ډلې ټول غړي په یواځې سر هم د افغان سولې دپاره هڅې وکړي.
سرتاج عزیز ویلي پکار ده چې د څلور هېوادیزه ډلې ټول غړي په یواځې سر هم د افغان سولې دپاره هڅې وکړي.

یو لوړ پوړي چارواکي پخلی کړی چې د افغان طالبانو پلاوی به پاکستاني چارواکو سره ویني او د وسله والې ډلې د کابل حکومت سره د تازه لیدنو په اړه به ورته احوال تېروي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر نه تېره اونۍ یو پلاوي د پاکستان سفر کړی ؤ خو پاکستاني چارواکي په رسمي ډول د دې پخلی نه کوي.

د وزیراعظم نوازشریف د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزیز ویلي ( مونږ خبر یُو چې د طالبانو پلاوی راغلی او په دغه اړوند ټول خبرونه په ورځپاڼو کې خپاره شوي دي او دا به مناسب نه وي چې دا وخت زه د هغو خبرو نور معلومات شریک کړم).

طالبانو د وړاندې نه دخپل یو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان د سفر اعلان کړی ؤ چې دوې به د پاکستاني چارواکو سره د دوي د ځينو مشرانو نیولو او بلوچستان کې د افغان کډوالو دپاره د دینې مدرسو بندولو په اړه خبرې کوي.

طالبانو وروستو له هغې خپل پاکستان ته لېږلی چې یوه ورځ وړاندې دا خبرونه خپاره شوي چې په قطر کې د طالب استازو او افغان استخباراتي ادارې مشر محمدمعصوم ستانکزي ترمنځ ليدنې شوي دي. طالبانو دغه خبرونه رد کړي او افغان چارواکو يې په څرګند ډول پخلی نه دی کړی.

ولې د پاکستان د وزیراعظم مشاور سرتاج پخلی کړی چې لیدنه شوې ولې د تفصیل وئیلو څه يې ډډه کړې ده.

سرتاج عزیز ویلي ( څو ورځې وړاندې په قطر کې لیدنه شوې ده او یقیني چې طالبان به د لیدنو احوال تېروي او څنګه چې مونږ مخ په وړاندې ځو مونږ به د خبرو د لارې د افغانستان د تل پاتې سولې هڅې دوامداره ساتو).

هغه په دې خبره زور راوړی چې پاکستان د څلور هېوادیزه ډلې برخه دی خو په یواځې سر هم هڅې کوي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي او افغان حکومت سره يې کښېنوي.

څلور هېوادیزه ډله چې پکې افغانستان، امریکا، چين او پاکستان شامل دي د افغانستان د سولې په اړوند او طالبانو سره دخبرو په لړ کې يې څو لیدنې شوي خو په کومه لاس ته راوړنه کې نه ده بریالۍ شوې.

سرتاج عزیز ویلي پکار ده چې د څلور هېوادیزه ډلې ټول غړي په یواځې سر هم د افغان سولې دپاره هڅې وکړي.

د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي چې بلوچستان کې د طالبانو هغه مشران په نخښه کول کيږي څوک چې افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کوي.

هغه ویلي په طالبانو فشار اچولی شي چې خبرو ته کښېني یا پاکستان پرېږدي. د پاکستان په خاوره د طالب مشرانو موجودګي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تاؤتریخوالي مرکزي نکته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG