لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : کرکوک کې دداعش بريد،١١ کسان مړه


دچارواکو وينا ده په يو پاور پلانټ بريد کې ددوو ايراني وګړو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.
دچارواکو وينا ده په يو پاور پلانټ بريد کې ددوو ايراني وګړو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

دعراق ددوهم لويې ښار موصل څخه دتندروه ډلې داعش دقبضې ختمولو لپاره کوټلي عمليات روان دي خو په دغه مهال تندلارو په يو شمالي ښار کرکوک بريد کړى دى.

دچارواکو وينا ده په يو پاور پلانټ بريد کې ددوو ايراني وګړو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

دتيلو په دولت سمبال کرکوک کې ګڼې چاودنې اوريدل شوي او ډزې هم روانې دي.

عراقي کرد ټي وي چينل خبر ورکړى چې دغه بريد کې برخه اخستونکي ټول تندلاري امنيتي ځواکونو وژلي خو يواځې دوه جنګيالي يوه ودانۍ کې پټ دي دکومو په ضد چې ګيره تنګولى شي.

کرکوک دموصل څخه خواوشا يوسل اويا کلو ميټره لرې پرته سيمه ده.

دداعش سره دتړلې يوې ويب پاڼې عماق ترمخه دغه بريد دداعش جنګيالو ترسره کړى و، خو ددې دعوې دازادو سرچينو څخه پخلى نه شي کيدى.

دموصل ازادولو لپاره په زرګونو دعراقي او کردځواکونو عسکر عملياتو کې برخه اخلي دکومو دمرستې لپاره چې خواوشا سل امريکايي عسکر هم موجود دي.

يوه ورځ دمخه چارواکو ويلي وو دموصل شمال کې شوې يوه بمي چاودنه کې يو امريکايي پوځي وژل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG