لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انتخابي نتيجو منلو پريکړه مې لا نه ده کړې، ټرمپ


په اخري مباحثه کې په ملکي پالیسيو باندې خبرې هم وشوې او ورسره يي د نور کله په شان په يو بل تورونه هم ولګول.
په اخري مباحثه کې په ملکي پالیسيو باندې خبرې هم وشوې او ورسره يي د نور کله په شان په يو بل تورونه هم ولګول.

د امريکا د صداراتي انتخاباتو وروستۍ او درېمه مباحثه د نېواډا ریاست په لاس ویګاس ښار کې د شورو په ورځ شوې، چې پکې د ريپبلکن ګوند صدارتي کاندیدډونلډ ټرمپ د انتخابي نتیجو منلو کوم ښکاره ځواب نه دی ورکړی.

ډونلډ ټرمپ د مباحثې په وخت وويل هغه لا دا خبره نه کوي چې په اتم نومبر کيدونکو ټاکنو نتيجي به مني او که نه. له دې نه دا تاثر ولاړيږي چې ټرمپ انتخابي نتیجې چلنج کولی هم شې.

ټرمب ويلي د دې خبرې انتظار به کوي چې ايا نتيجې قانوني دي او که نه.

دغه خبرې ته په غبرګون کې هيلري کلنټن وويل چې " دا زمونږ د جمهوريت په اړه غورځيدلې خبره ده او دا زما د پاره حيرانتيا خبره ده چې د دوؤ لويو ګوندونو يوکاندید دا قسمه دريز خپل کړي .

هيلري زياته کړه ټرمپ وړاندې هم د يو ټي وي په اېوارډ پروګرام کې هغه ته د ايوارډ نه مېلاويدو په صورت نوموړي ويلي ؤ چې دا د نا انصافۍ فيصله ده.

په ځواب کې ټرمپ ويل " دا ايوارډ ما ته ميلاويدل پکار وو" .

په اخري مباحثه کې په ملکي پالیسيو باندې خبرې هم وشوې او ورسره يي د نور کله په شان په يو بل تورونه هم ولګول.

ټرمپ وويل چې هيلري کلنټن د انتخابي کمپاین په دوران هغه باندې د جنسي تورونو لګولو منصوبه بندي کړې ده.

نوموړي دغه ټول تورونه دروغژن وګرځول او زیاته يې کړه زما په خیال یا خو دغه ښځې شهرت غواړي او د کلنټن مهم ددې دپاره انتظام کړی دی.

هیلري کلنټن ویلي چې دغه ښځې د دوېمې مباحثې نه وروستو مخې ته راغلي دي په کومه کې چې ټرمپ ویلي هغه کله هم د ښځو په لړ کې نامناسبه خبره نه ده کړې.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ مباحثه دومره ترخه لیدل شوې چې د خبرو په سر او اخر کې دواړو یو بل سره لاس نه دي مېلاؤ کړي.

کلنټن تور لګولی چې ټرمپ د روس مشر د امریکا د پوځ او استخباراتي پوهانو باندې بر ګڼلی دی ولې تور د ريپبلکن کاندید په سمدستي ډول رد کړی او ویلي يې دي امریکايي حکومت هم د دې دریز نه منلو نه انکار کړی چې ماسکو امریکايي انتخاباتو باندې د اثرانداز کېدو هڅه کوې.

ټرمپ د پیوټن سره د څه قسمه اړیکو خبره رد کړې ده او ویلي يې دي انتخاباتو کې د بهرنۍ لاس وهنې غندنه کوي.

د ریپبلکن کاندید په خپله سیاله مخالفه د کډوالو په اړوند دریز باندې نیوکې وکړې او تور یې ولګوؤ چې هغه د خلاصو پولو پالیسې غواړي ولې کلنټن دغه خبره په سختۍ سره رد کړه.

دواړو کاندیدانو په ټېکسونو کې د کمي او زیاتوالي په اړه هم خپل دریزونه وړاندې کړي دي .

د رای عامه د جاېزو ترمخه هیلري کلنټن په درېمه او ورستۍ مباحثه کې هم د ډونلډټرمپ نه مخکې راغلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG