لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان دسولې عمل ملاتړ کولو ته تیار دی، نفیس ذکریا


نفیس ذکریا بیا هغه دریز بیا تکرار کړی چې پاکستان د ټولو ترهګرو په ضد بې د څه توپیره یو رنګ عملیات کوي.
نفیس ذکریا بیا هغه دریز بیا تکرار کړی چې پاکستان د ټولو ترهګرو په ضد بې د څه توپیره یو رنګ عملیات کوي.

پاکستان ویلي د افغان حکومت او حزب اسلامي ډلې ترمنځ د سولې د تړون هر کلی کوي، او غواړي چې د افغانستان د سولې بهير دې خپله د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي ؤ، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ دوه پټې لېدنې شوي دي.

ولې تېره ورځ د طالبانو ویاند د دغو خبرو یا لیدنو نه انکار کړی دی.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن د زیارت/پنج شنبې په ورځ اسلام اباد کې اوونېزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل د څلور هېوادیزه ډلې د غړي په توګه پاکستان د افغانستان د افغانستان د سولې عمل مرستې ته تیار دی.

نوموړي بیا هغه دریز بیا تکرار کړی چې پاکستان د ټولو ترهګرو په ضد بې د څه توپیره یو رنګ عملیات کوي.

نوموړي ویلي پاکستان د حزب اسلامي ډلې د افغانستان حکومت د سولې د تړون هر کلی کوي، او پاکستان په افغانستان کې د افغانانو په خپله مشرۍ کې د سولې بهیر غواړي.

افغان خبري ادارو تېره ورځ ویلي ؤ چې د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر محمدمعصوم ستانکزي او د ملي امنیت صلاح کار محمدحنیف اتمر طالب استازو سره ليدلي دي.

د برطانیې مشهورې ګارډین ورځپاڼې په دغه اړوند خپور راپور کې ویلي ؤ چې په دغو لیدنو کې د طالبانو استازیتوب د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر ورور مُلامنان اخند په برخه ؤ.

ګارډين ویلي ؤ په دغو لیدنو کې د امریکا لوړپوړی سفارتکار هم موجود ؤ.

ولې د چهارشنبې په ورځ خبري ادارې اى ايف پي ویلي طالب وياند ذبيح الله مجاهد يو بيان کې (افغان چارواکو سره) دمذاکراتو يا غونډو په اړه راپورونه رد کړي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي” داسلامي امارت استازو ستانکزي يا نورو چارواکو سره ليدنه نه ده کړې، دمذاکراتو په اړه زمونږ دريځ نه دى بدل شوى، په دغه اړه زمونږ تګلاره ډيره واضحه ده. “

افغان طالبان افغان حکومت سره دمذاکراتو لپاره افغانستان څخه د ټولوبهرنو ځواکونو دوتلو شرط ږدي.

تېر کال په لمړي ځل د پاکستان په کوربه توب اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په مقام مري کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې شوې وې، چې پکې د چين او امريکا استازو ګډون کړی ؤ ، او په دويم ځل ټاکل شوې دغه خبرې هغه وخت وځنډېدې چې د طالبانو د مشر ملاعمرد مړينې خبر مخې ته راغی .

د ملاعمر د مړينې پس ملااختر منصور د هغه ځای ناستی وټاکل شوخو د روان کال د مئي په میاشت کې هغه د پاکستان بلوچستان صوبه کې امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

په عېن حال کې د پاکستان او افغانستان اړیکې هم ښې نه وې.

د ملاهبت الله اخندزاده د طالبانو د نوي مشر جوړېدو وروستو په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي وسله والو طالبانود دغه هېواد په شمېر برخو کې افغان ځواکونو سره جګړې شوي او ځینې ځایونه یې په ولقه کې هم اخستې او تراوسه لا دغه لړۍ دوام لري.

د روان کال د جون په میاشت کې د تورخم په پوله د پاکستان لخوا د دروازې جوړلو په سر د افغانستان او پاکستان د ځواکونو نښته هم شوې وه او دواړو خواؤ ته پکې ځواکونو ته زاني زیان اوختی ؤ.

د دواړو هېوادونو د وړاندې نه ترینګلې اړيکې د تورخم د نښتې سره نورې تاوژنې شوي او اوس هم دغه اړیکې ښې نه دي.

افغانستان او پاکستان په یوبل تورونه لګوي چې د یو بل په ضد وسله وال کاروي خو دواړو هېوادونه وخت په وخت د دغو تورونو رد هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG