لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال افغان جګړه کې اتوؤ زرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې،ملګري ملتونه

 افغانستان کې  دملګرو ملتونو مرستندويه مشن(يوناما) دشورو په ورځ  دمرګ ژوبلې دتفصيل جاري کولو په مهال  په جګړې بوختو خواوو يوځل بيا غږ کړى چې  ولسي وګړو ته دې دزيان رسولو څخه ډډه وکړي، يوناما وايي چې  د٢٠١٣م راهسې  دماشومانو په زياتيدونکې مرګ ژوبله انديښمن دي.

ملګري ملتونه وايي افغان جګړه کې دکال ٢٠١٦م په لمړو نهو مياشتو کې داتوؤ زرو څخه زياتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې شپږ ويشت سوه کسان وژل شوي هم دي.

افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندويه مشن(يوناما) دشورو په ورځ دمرګ ژوبلې دتفصيل جاري کولو په مهال په جګړې بوختو خواوو يوځل بيا غږ کړى چې ولسي وګړو ته دې دزيان رسولو څخه ډډه وکړي، يوناما وايي چې د٢٠١٣م راهسې دماشومانو په زياتيدونکې مرګ ژوبله انديښمن دي.

دملګرو ملتونو ترمخه دسږکال په لمړو نهو مياشتو کې دوه زره څلور سوه شپيته ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې شپږ سوه يو کم څلويښت وژل شوي او يو زر اته سوه دوه ويشت ژوبل شوي کومه چې دتيرکال هم ددغه هومره مودې په پرتله ١٥ چنده زياتوالى ښايي.

راپور کې په طالبانو ولسي وګړو ته ديو شپيته فيصده مرګ ژوبلې اړولو تور لګول شوى.

دافغان ځواکونو او تندلارو ترمينځ جګړه يوځل بيا ولسي وګړو ته دمرګ ژوبلې داوښتو لويې علت ښودل شوى کومه کې چې سږکال ١٨ فيصده زياتوالى راغلى، ددې ترڅنګ ځانمرګي او کورني جوړ شوي بمونه په نورو علتونو کې شامل دي.

راپور کې په ډاګه شوې چې سږکال دحکومت پلوه ځواکونو هوايي بريدونو کې ولسي وګړو ته ٧٢ فيصده زياته مرګ ژوبله اوښتې،راپور کې ويل شوي ددغه مرګ ژوبلې په دريوو کې يوه برخه دنړيوالو ځواکونو له امله رامينځته شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG