لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان د عراقي او کرُد ځواکونو سره موصل پله پرمختګ کوي


داعش سره د موصل لویدیځه سیمه اوس هم په ولقه کې ده، امریکايي چارواکو ويلي د داعش مشرتابه به د لویدیځ نه رقه پله تښتې او د هغې وروستو به یې موصل د لاسه ووځي.
داعش سره د موصل لویدیځه سیمه اوس هم په ولقه کې ده، امریکايي چارواکو ويلي د داعش مشرتابه به د لویدیځ نه رقه پله تښتې او د هغې وروستو به یې موصل د لاسه ووځي.

د امریکا د ۱۰۰ نه د زیاتو سرتېرو په ملګرتیا عراقي او پېش مرګه ځواکونه د موصل ښار داعش نه بیرته اخستو دپاره پرمختګ کوي.

د پېنټاګون ویاند نېوي کپټن جېف ډېوس خبریالانو ته ویلي امریکايي سرتېري د موصل بیرته نیولو دپاره د ۱۸زره عراقي او ۱۰ زرو کُرد ځواکونو ترڅنګ د دوه زرو عراقي پولیس مرسته کوي.

راپورونه وايي په موصل کې د داعش د ۳۰۰۰ زرو نه واخله تر ۵۰۰۰ پورې جنګیالي موجود دي خو امریکايي چارواکي موصل د داعش د پوهه جنګیالو مرکز دی او دوي د خپلې عقېدي د جګړې دپاره ډېر ژمن دي.

ډېوس ویلي ویلي امریکايي ځواکونه د عراقي او کُرد پېش مرګه سره ویشل شوي دي.

عراقي او کُرد ځواکونو ویلي د موصل نه چاپېره په درځنونو علاقې يې بیرته نیولې دي اوډېوس ویلي ښار ته د ننوتو دپاره څلور مهم مرکزونه دي. کُرد پېش مرګه موصله پله د ختیځ نه روان دي، او عراقي ځواکونه یې په شا دي . عراقي ځواکونه د لویدیځ او جنوب لویدیځ نه پرمختګ کوي.

داعش سره د موصل لویدیځه سیمه اوس هم په ولقه کې ده، امریکايي چارواکو ويلي د داعش مشرتابه به د لویدیځ نه رقه پله تښتې او د هغې وروستو به یې موصل د لاسه ووځي.

چارواکو ویلي د داعش ځینې کورنۍ د لویديځ نه تښتېدلي ولې کوم بهرني جنګیالي په وروستیو کې ښار ته نه دي راغلي.

دغه عملیات چې د اوږدې مودې نه ورته انتظار کېدو د امریکا په مشرۍ د اتحاد د هوايي بریدونو سره سني او شیعه ملېشه برخه اخلي.

صدر باراک اوباما د سه شنبې په ورځ واشنګټن کې ویلي د موصل جګړه به سخته وي ولې نوموړي اطمنان څرګند کړی چې داعش به موصل کې ماتې خوري.

نوموړي ویلي په دغه ښار کې اوس هم په ملینونو ملکي وګړي اوسيږي او د هلته نه به د داعش ویستلو سره د دغو خلکو حفاظت هم کول وي او زمونږ دواړه حکومتونه دې خبرې ته لومړیتوب ورکوي.

د موصل نه چاپېره علاقوکې جګړه او پرمختک روان دی.

له دې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګون ویاند پيټرکُک خبریالانوته ویلي د پرمختګ نه داسې اشارې ترلاسه کيږي چې عراقي ځواکونو تراوسه پورې د توقع نه زیاتې کامیابۍ ترلاسه کړي دي.

هغه ویلي د عراقي ځواکونو عملیات د ( منصوبې ترمخه روان دي).

ځمکنو ځواکونو ته د امریکا په مشرۍ د جوړ اتحاد هوايي مرستې هم ترلاسه دي.

موصل چې د عراق دوېم غټ ښار دی او د ګل/دوشنبې په ورځ د عراق وزیراعظم حېدرالعبادي د دغه ښار د داعش نه بیرته اخستو دپاره په رسمي ډول د عملیاتو پېل کولو اعلان کړی ؤ.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ د ګل په ورځ ویلي دغه عملیات یوه (مهمه ازموینه ده)، هغه ویلي ( داعش د ښار نه ویستل به یو مهم سټراټيجیک پرمختګ وي).

بل لور ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې څنګه دغه جګړه سېوا کيږي د موصل نه نزدې لس لاکه خلک کډه کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG