لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوجرانواله کې د القاعده درې غړي وژل شوي


د سي ټي ډي چارواکو ویلي په ملتان سیمه کې يې هم د القاعده او تحریک طالبان پاکستان پينځه مشکوک ترهګر نیولي او چاؤدېدونکي مواد يې ترلاسه کړي دي.
د سي ټي ډي چارواکو ویلي په ملتان سیمه کې يې هم د القاعده او تحریک طالبان پاکستان پينځه مشکوک ترهګر نیولي او چاؤدېدونکي مواد يې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پنجاب صوبې د ترهګرۍ په ضد عملیات کوؤنکو پولیسو (سي ټي ډي) ویلي په ګوجرانواله ښار کې په یوه نښته کې د القاعده درې غړي وژلي دي. نن د پېښور د سي ټي ډي چارواکو هم ویلي د داعش دوه مشکوک غړي يې نیولي دي.

د پنجاب صوبې د سي ټي ډي پولیس چارواکو ویلي تېره شپه په ګوجرانواله سیمه کې د یو خبر په اساس دوې عملیات کړي او د القاعده ډلې سره اړونده درې ترهګر يې پکې وژلي دي. د چارواکو په وینا ترهګرو په ګوجرانواله کې حساس ځایونه په هدف کول غوښته.

راپورونه د سي ټي ډي د چارواکو له قوله وايي چې پولیس دغو کسانو ته د ځان پولیس ته حواله کولو وویل ولې دوې په پولیس ډزې پېل کړې. د چارواکو په وینا په ځوابي ډزو کې درې ترهګر حاجي صادق، شهاب او سلیم ووژل شواو دوه نور ملګري يې د موقعې څخه په تېښته کې بریالي شوي دي.

د سي ټي ډي پولیس ادعا کړې چې د وژل شوؤ وسله والو د ولقې نه يې دوه تماچې، کلاشنکوف او چاؤدېدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

د سي ټي ډي چارواکو ویلي په ملتان سیمه کې يې هم د القاعده او تحریک طالبان پاکستان پينځه مشکوک ترهګر نیولي او چاؤدېدونکي مواد يې ترلاسه کړي دي.

د پنجاب صوبې د سي ټي ډي چارواکو د خالي په شپه هم په شېخوپوره سیمه کې په یوه مقابله کې د تحریک طالبان پاکستان د شپږو ترهګرو د وژنې ادعا کړې وه. پولیس ویلي ؤ په دغو کسانو کې یو د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر سلمان تاثیر د زوې شهباز تاثیر په تښتولو کې تورن ملزم هم شامل ؤ.

د سي ټي ډي چارواکو ویلي ؤ چې په دغه مقابله کې څلور وسله وال تښتېدلي هم وو.

نن د نهې / سه شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي چارواکو هم ادعا کړې چې سر ښار پېښور کې يې د تُندروه ډلې داعش دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د سي ټي ډي چارواکو ادعا کړې چې دغو وسله والو د ښار په پلوسۍ سیمه کې د داعش پمفلټې وېشلې.

چارواکو ویلي د دغو کسانو پېژندګلو د محمداظهار او عبدالکبیر په نومونو شوې او د دوې د ولقې نه په پښتو او اردو ژبه کې لیکل شوې پمفلټې ترلاسه کړی شوي دي.

له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابیلو برخو کې د داعش د وسله والو د نیول کېدو ادعاوې شوي دي، ولې په حکومتي کچ چارواکي وايي چې داعش ډله په پاکستان کې شتون لري.

داعش ډلې د اګست په میاشت کې کويټه کې په وکیلانو باندې شوي برید زمه واري قبوله کړې وه، په دغه پېښه کې نزدې ۷۰ کسان وژل شوي وو. له دې نه علاوه يې د ځینې نورو پېښو زمه وارۍ هم منلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG