لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش مشر ابوبکر البغدادي


د تازه راپورونوترمخه هغه سخت ناروغه دی او په اړه یې ویل کيږي چې د روانې میاشتې په سر کې ورله په عراق کې یوه ډوډۍ کې زهر ورکړی شوي ؤ.
د تازه راپورونوترمخه هغه سخت ناروغه دی او په اړه یې ویل کيږي چې د روانې میاشتې په سر کې ورله په عراق کې یوه ډوډۍ کې زهر ورکړی شوي ؤ.

دا لیک په کال ۲۰۱۴م کې خپور شوی ؤ چې کله بنیاد پرست مذهبی استاذ ابوبکر البغدادي د عراق په موصل ښار کې د دولت اسلامي (داعش) لخوا د (خلافت) اعلان کولو.

د هغه وخت نه راواخله د امریکايي ځواکونو په مرسته داعش ډله په عراق او شام کې پوره په شا تمبول شوې ده.

د ګل/دوشنبې په ورځ موصل کې د امریکا په ملاتړ د ګډو پوځي عملیاتو پېل شوی چرته چې دوه کاله وړاندې بغدادي دا اعلان کړی ؤ او د ځینې راپورونو ترمخه دغه وخت هغه پټ ؤ.

د بغدادي د وژنې خبرونه هم مخې ته راغلي ولې پخلی يې نه دی شوی. د تازه راپورونوترمخه هغه سخت ناروغه دی او په اړه یې ویل کيږي چې د روانې میاشتې په سر کې ورله په عراق کې یوه ډوډۍ کې زهر ورکړی شوي ؤ.

دا د وایس اف امریکا خبریالې سسلي هیلري اصل لیک دی چې اوس بیا تازه کړی شوی او خپور کړی شوی دی.

۴۵ کلن ابوبکر البغدادي په عراق او شام کې د داعش مشر او امریکا نړیوال ترهګر ګرځولی او په سر یې یو کروړ ډالره انعام اېښودی شوی دی.

هغه د خپلو پلویانو دپاره خلیفه ابراهیم دی، کوم چې د مسلمانۍ نړۍ مشر دی، کومې ته چې دولت اسلامي (داعش) ویل کيږي.

د کال ۲۰۱۴م د جولايۍ په وړومبو کې مطبوعاتو ته په جاري کړې یوه اعلامیه کې بغدادي د لویدیځ (مغرب) غندنه کړې او ټول مسلمانان يې مخاطب کړي او په ځانګړي ډول پوځ، طب او نورو انتظامي چارو سره اړونده هغه خلک چې د خلکود خدمت پوهه لري، دوې دې خلافت ته راشي (وسله دې راواخلي، ودې جنګيږي).

بغدادي په دې خبره کې د شک څرګندونه نه وه کړې چې هغه د عراق او شام دپاره غټې منصوبې لري. بیان کې ویل شوي ؤ چې ( په ګرده نړۍ کې ستاسو وروڼه ستاسو مرستې ته اړتیا لری او هیله ده چې تاسو به د ټولګو په ډول راځئ).

پټ مخی شېخ

هغه ویلي د خپل شناخت/ پېژندګلو حفاظت کوي تر دې چې کله هغه د خپلو کمانډرانو سره مېلاویږي مخ يې پټ وي، ولې دا څرګنده نه ده چې دا خبره رښتیا ده یا یوه قیصه ده.

څو څیړنکارو د بغدادي ژوند څیړلی دی.

چې کله د دغه خلافت اعلان شوی ؤ د هغه په اړه بهر چاته ډېر معلومات نه ؤ، او د داعش ویاند ابواحمد العدناني ویلي ؤ چې د بغدادي خپل نوم ( ابراهیم بن عواد بن ابراهیم البدري الرضوي الحسېني السمارا دی.

د عراق د سیاسي چارو کار پوهه عمرالندوي وایي( نومونو او القابات بدلېدی شي یا ورسره نور هم تړل کېدی شي).

د ندوي په وینا ( د خلکو قبیلوي نومونه وي څه وران شوي او څه د پېژندګلو وي او د ځینو تعلق د هغه د اوسېدونکې علاقې سره وي یا د پخوانۍ پېشې سره، له دې وجې د یو نه زیات نومونه کېدی شي).

کېدی شي هغه په کال ۲۰۰۵م کې امریکا بغدادي نیولی ؤ.

ندوي ویلي د بغداي په اړه دوه خبرې کيږي یودا چې هغه امریکايي پوځ نیولی بیا يې عراق ته ورکړی او په کال ۲۰۰۹م کې خوشی شوی ؤ او بل دا چې هغه هډو نیول شوی نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG