لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې ددريوو کسانو مړي موندل شوي


 دپوليسو وينا ده چې دغه مړي تهکال سيمه کې دګند غورزولو په ځايې کې موندل شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې دغه مړي تهکال سيمه کې دګند غورزولو په ځايې کې موندل شوي دي.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا ايالت سرښار پېښور کې ددريوو نامعلومو کسانو مړي موندل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې دغه مړي تهکال سيمه کې دګند غورزولو په ځايې کې موندل شوي دي.

دميډيا راپورونه وايي دغه دغه کسان په کومه بله سيمه کې وژل شوي او وروستو يې مړي دپېښور تهکال سيمه کې غورځول شوي.

دراپورونو ترمخه دغه کسان دوژل کيدو وروستو سوځول شوي دي، وژلى شوو کسانو کې دوه زنانه هم شاملې دي.

دپوليسو وينا ده ددريواړو کسانو مړي تر دومره حده مسخ شوي چې پيژندګلو يې هم نه شي کيدى،پوليسو دغه مړي پخپله قبضه کې اخستي او دپوسټ مارټم لپاره يې ليږلي دي.

تيره اوونۍ دخېبرپښتونخوا دصوابۍ سيمې په ميراګجوخان سيمه کې هم ددوو کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ.

دخېبرپښتونخوا بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم دنامعلومو کسانو مړي ترلاسه شوي په کومو چې دبشري حقونو دډلو لخوا دانديښنې څرګندونه شوې، ددغسې مړو دترلاسه کيدو څخه وروستو دپوليسو لخوا دپلټنو دپيل کولو دعوې خو کولى شي خو تر دې مهاله دمړو دموندل کيدو کومه پېښه منطقي انجام ته نه ده رسول شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG