لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي لشکرګاه کې دپرمختګ دعوه کوي


طالب جنګيالو يوه اوونۍ دمخه دهلمند ولايت په مرکزي ښار لشکرګاه لويې بريد کړى و چې په ورسره هغوي دنزدې راګير ښار ځينو برخو ته داخليدو کې بريالي شوي وؤ.
طالب جنګيالو يوه اوونۍ دمخه دهلمند ولايت په مرکزي ښار لشکرګاه لويې بريد کړى و چې په ورسره هغوي دنزدې راګير ښار ځينو برخو ته داخليدو کې بريالي شوي وؤ.

افغانستان کې امنيتي چارواکو دعوه کړې ده طالب جنګيالي يې دهلمند ولايت دمرکزي سيمې لشکرګاه دځينو برخو څخه پشا کړي او مخالفينو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب جنګيالو يوه اوونۍ دمخه دهلمند ولايت په مرکزي ښار لشکرګاه لويې بريد کړى و چې په ورسره هغوي دنزدې راګير ښار ځينو برخو ته داخليدو کې بريالي شوي وؤ.

په دغه مهال نښتو کې په لسګونو افغان عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دکوم څخه وروستو چې دافغان ځواکونو په ملاتړ امريکايي پوځ هوايي عمليات کړي.

دهلمند والي حيات الله حيات امريکا غږ ته ويلي امنيتي ځواکونو دتوپو او هوايي ملاتړ له لارې امنيتي ځواکونو دطالبانو څخه ځينې سيمې بيرته قبضه کړي دي.

والي ويلي دي بريد کې ٨٨ طالب جنګيالي وژل شوي چې پکې بهرنيان هم شامل دي اؤ ددې ترڅنګ ٩٠ ژوبل شوي هم دي.

دهغه وينا وه ځانمرګي بريدونو لپاره تيار دچاوديدونکو موادو څخه ډک ګڼ ګاډي هم ړنګ کړى شوي دي.

دامنيتي چارواکو وينا ده سيمه کې په دمې دمې سره دنښتو لړۍ دوامداره ده.

ځينوولايتي چارواکه سيمه يزې او غيرملکي ميډيا ته ويلي لشکرګاه کې دطالبانو دبريد له امله دګل دورځې څخه تراوسه دافغان پوځ د١٠٠ؤ څخه زيات عسکر وژل شوي او نور په لسګونو بې درکه دي، دافغانستان ددفاع دوزارت چارواکو دغه شميره غلطه ګرځولې خو هغوي دمرګ ژوبلې دشميرې جاري کولو څخه هم انکار کړى.

ويلى شي حکومت دهلمند ١٤و ولسواليو کې يواځې په څو واک لري، دغه ولايت دافغانستان ٣٤ ولايتونو کې ترټولو لويې دى، يو طالب وياند دچارواکو دعوې رد کړي او ويلي يې دي جنګيالي دخپلوځايونو څخه پشا شوي نه دي بلکې په لشکرګاه کې نور پرمختګونه هم کوي.

دخالي په ورځ دامريکا په مشرۍ دبهرنو ځواکونو کمانډر جنرال جان نکولسن ويلي وؤ دجګړې دموسم دپاې څخه دمخه طالبان ديو افغان ولايت په سرښار دواک ترلاسه کولو هڅې کوي.

جنرال نکلسن دلويديز ولايت فراه ددورې په مهال ويلي وو په اپريل کې دعملياتو دپيل کولو راپديخوا هغوي(طالبان) خپل مقصدونه نه دي ترلاسه کړي

هغه ويلي په لشکرګاه، ترين کوټ او کندوز بريدونه دتندلارو دکمپاين برخه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG