لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې درې ترهګر وژل شوي


د عملياتو په وخت ترهګرو سره نښته کې د ايف سي یو عسکر ژوبل شوی هم دی.
د عملياتو په وخت ترهګرو سره نښته کې د ايف سي یو عسکر ژوبل شوی هم دی.

د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان کې امنيتي ځواکونو د درېو ترهګرو د وژلو او د ۲۰ نورو مشکوکو وسله والو د نيولو ادعا کړې ده.

د ملېشې وياند خان واسع وائس اف امريکا ته ويلي دوه ورځې وړاندې د کوئټې په سبزل روډ باندې د ملېشې د درې سرتېرو په نخښه کېدو وروستو د لټون عملیات پېل کړی شوي وو . د دغو عسکرو د وژنې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې وه.

د خان واسع په وينا نن د دوشنبې په ورځ د وژل شوؤ ترهه ګرو تعلق د يوې لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی.

چارواکي وايي د تربت او لسبېلې سيمو کې نيول شوي وسله وال د ترهګرو تنظيمونو سره اړيکي لري او د دوي نه تحقیقات شوور کړی شوي دي.

د عملياتو په وخت ترهګرو سره نښته کې د ايف سي یو عسکر ژوبل شوی هم دی.

بلخوا د لیويز چارواکو ویلي تيره شپه يې په عملیاتو کې درې تښتول شوي مزدوران په کوهلو سیمه کې د وسله والو د ولقې نه راخلاص کړي دي او هم د دغه علاقې نه د درېو تنانو مړي ترلاسه شوي چې لا تراوسه يي پيژندګلو نه ده شوې.

په بلوچستان کې د ډير وخت راهسې په تشدد د وژل مړو د ترلاسه کېدو لړۍ روانه ده.

بلوچستان کې د مړو موندلو په لړ کې تور لګي چي په دغو تنانو باندې حکومتي بند کې تشدد کيږي او د وژل کېدو په صورت کې يي مړي ځاې په ځاې غورځولی شي ،ولې حکومت بيا دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG