لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دابق نیولو دپاره د شامي یاغیانو پرمختګ


یاغي کمانډرانو ویلي برید کؤنکو دستو د شنبې په ورځ د علاقې سره نزدې په سټراټيجيکي توګه مهمې سیمې قبضه کړي دي.
یاغي کمانډرانو ویلي برید کؤنکو دستو د شنبې په ورځ د علاقې سره نزدې په سټراټيجيکي توګه مهمې سیمې قبضه کړي دي.

د ترکي د پوځ په ملاتړ د شام یاغیانو د خالي/شنبې په ورځ د ملک په شمال کې د دابق په علاقه باندې ګوله باري پېل کړې او چاپېره سیمو پله یې پرمختګ شورو کړی دی.

د داعش په ولقه کې دابق سیمه که یو لور ته په جنګي ډول مهمه ده نو هلته د دوې د عقیدې په توګه یو مقدس ځاې هم موقعیت لري.

په شام کې د څار ډلو ویلي د دابق په خپل لاس کې د ساتلو دپاره داعش د رقه نه نزدې نور ۱۰۰۰ جنګیالي لېږلي دي، چې د زیاترو تعلق پکې د شام سره نه دی.

یاغي کمانډرانو ویلي برید کؤنکو دستو د شنبې په ورځ د علاقې سره نزدې په سټراټيجيکي توګه مهمې سیمې قبضه کړي دي.

دغه ځاې د ترکي د پولې نه ۱۰ کلومیټره لرې دی.

د شام په شمال کې پروت د دابق ښار د داعش دپاره یو علامت دی، د کوم په اړه چې ویل کيږي دلته د مسلمانانو او عیسایانو ترمنځ جګړې د مذهبي حیثیت وي.

جهادي ډلې د کال ۲۰۱۴م اګست په میاشت کې دابق په ولقه کې اخستی او وروستو يې انټرنېټ خپلې خپرؤنکې مجلې نوم هم د دابق په نوم اېښودی ؤ.

داعش په وروستیو کې د دابق نه چاپېره بارودي سورنګونه، او چاؤدېدونکي مواد ځای په ځای کړي او د دغه ځاې د تحفظ دپاره یې تجربه لرونکي جنګیالي لېږلي او د ساتنې هڅې يې کوي.

شام کې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې په ورځ ویلي د شام د حکومت مخالفه وسله والو چا ته چې د ترکي د پوځ مرسته حاصله ده، د دابق نه په دوه کلوميټره لري دي او د درېو اړخونو نه پرمختګ کوي.

ترکي په ۲۴م اګست شمالي شام کې خپل ټینکونه داخل کړي او د هغې وروستو په جنګ فعاله لوبغاړی جوړ شوی دی.

د ترکی صدر رجب طبیب اردوان د شنبې په ورځ ویلي چې د ترکي ځواکونه به د دابق سیمه د ترهګرۍ نه پاکوي او زیاته کړې يې ده ترکي د ۳۰ نه لاکه زیات هغه کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستنؤل غواړي کوم چې د سر بچ کولو دپاره ترکي ته راتښتېدلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG