لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې په جنازه دبريد وجه غلط معلومات وؤ،سعودي عرب


 پلازمينې صنعاء کې ترسره شوي دغه بريد کې خواوشا ١٤٠ کسان وژل شوي او ٦٠٠ نور ژوبل شوي وو
پلازمينې صنعاء کې ترسره شوي دغه بريد کې خواوشا ١٤٠ کسان وژل شوي او ٦٠٠ نور ژوبل شوي وو

دسعودي عرب په مشرۍ ايتلاف لخوا جوړې پلټنيزې ډلې ويلي دي تيره اوونۍ يمن کې په جنازه شوى هوايي بريد دغلطو معلوماتو په اساس شوى دى.

پلازمينې صنعاء کې ترسره شوي دغه بريد کې خواوشا ١٤٠ کسان وژل شوي او ٦٠٠ نور ژوبل شوي وو ، ددغه پېښې په نړيواله کچه دغندنې ترڅنګ ددې تور په سعودي عرب لګول شوى و، سعودي عرب دتير کال راهسې دغلته دبين المللي ملاتړي حکومت دمخالفو شيعه حوثي ياغيانو په ضد عسکري مهم دوامداره ساتلى.

سعودي عرب دغه تور دمخه رد کړى و او دپېښې دپلټنو اعلان يې کړى و.

دخالي په ورځ دپلټنيزې ډلې لخوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي په مشکوکه توګه ديمني ايوان صدر جنرل چيف اف سټاف سره منسلک فريق غلط معلومات ورکړي وو چې په دغه مقام په ګڼ شمير کې حوثي ياغيان راټول دي.

بيان کې ويل شوي دي فريق په دې خبره زور راوړو چې دغه ځايې په جايزه توګه عسکري هدف دى، ددې ترڅنګ يمن کې موجود ايتلافي هوايي مرکز دايتلافي کمان دمنظورۍ څخه پرته ددغو عملياتو اجازه ورکړې وه.

ددغه بريد څخه وروستو امريکا هم په ډاګه کړې وه چې يمن کې به دايتلافيانو لخوا عملياتو لپاره پخپل ملاتړ بيا دسره غور کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG