لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ سرلښکر د۱۰ وسله والو د تيزندۍ منظوري ورکړې


وسله والو ته پوځي عدالتونو کې د مرګ سزا اورول شوې او دوې د عدالت په وړاندې کړي جرمونه منلي دي.
وسله والو ته پوځي عدالتونو کې د مرګ سزا اورول شوې او دوې د عدالت په وړاندې کړي جرمونه منلي دي.

د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال راحیل شریف د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نورو ۱۰ وسله والو د تیزندۍ منظوري ورکړې ده.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار ترمخه سزا وار شوي وسله وال د ترهګرۍ پېښو، د عامو خلکو وژنو، پولیو کارکوؤنکو، غېردولتي ادارو غړو، پولیس او پوځي سرتیرو باندې بریدونو کې ککړ وو.

د ايي اېس پي ار ترمخه وسله والو ته پوځي عدالتونو کې د مرګ سزا اورول شوې او دوې د عدالت په وړاندې کړي جرمونه منلي دي. او دوې ټول د تحریک طالبان طالبان پاکستان فعاله غړي دي.

ايي اېس پي ار د دغو کسانو تفصیل هم وړاندې کړی دی.

محمدشاهدعمر د دوه ښځينه پولیو کارکوؤنکواو ۱۱ عامو کسانو د وژنو سره په امنیتي ځواکونو باندې بریدونو کې ککړ ؤ.
حسېن شاه د پوځي افسرانو په وژنو کې کې ککړؤ.
ظفراقبال د ملېشې او پولیس سرتېرو باندې بریدونو او وژنو کې لاس درلود.
انورزېب ریټايرډ پوځي افسر تښتولی، پولیس او عام خلک يې وژلي وو.
عبېدالرحمان عام خلک او امنیتي ځواکونو سرتیري وژلي او بارودې مواد ترې ترلاسه شوي وو.
شېرعالم په امنیتي ځواکونو بریدونو او وژنو کې ککړ ؤ.
عطاالله، مشتاق خان او اصغر خان د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درولود.
شمس القمر پولیس او عام خلک وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG