لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په کابل او بلخ کې د ترهګر بريدونو غندنه کړې


جان کربي ویلي ( بریدونو ته په سمدستي او موثره ځواب مونږ د افغانستان د حکومت او امنیتي سرتیرو ستاینه کوؤ).
جان کربي ویلي ( بریدونو ته په سمدستي او موثره ځواب مونږ د افغانستان د حکومت او امنیتي سرتیرو ستاینه کوؤ).

امریکا د نهې/سه شنبې په شپه کابل کې په شیعه زیارت او د شورو/چهارشنبې په ورځ بلخ کې ترسره شوؤ بریدونو غندنه کړې ده، په دغو (بریدونو کې ویر کوؤنکي په نخښه کړی شوي دي).

بلخ کې د چهارشنبې په ورځ د عاشورې په مراسمو کې چاؤدنه شوې لږترلږه ۱۴ تنه پکې وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

اود سه شنبې په شپه د کابل ښار په کارته سخي زیات کې د عاشورې د مراسمو په ماتم شوی ؤ او لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو.

راپورونه وايي د کابل د برید مسولیت داعش ډلې منلی دی.

د امریکا د خارجه محکمې ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ جاري کړي یو بیان کې ویلي، ( مونږ په دغو بریدونو کې د وژل شوؤ د کورنو سره غمرازي کوؤ او د ژوبلو د خپلوانو سره يې د افسوس څرګندونه کړې ده).

ویاند زیاته کړې ( په څرګند ډول د دغو بریدونو مقصد په افغانستان کې فرقه ییزه کړکېچ جوړول وو).

هغه ویلي ( بریدونو ته په سمدستي او موثره ځواب مونږ د افغانستان د حکومت او امنیتي سرتیرو ستاینه کوؤ).

ویاند زیاته کړې (مونږ د سولې او امنیت اوخپل ملک د ثبات دپاره د فرقه ییزه تشدد نه پاک افغانستان د راتلونکې دپاره ژمن یُو).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG