لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرایجنسۍ: عملیاتو او نښته کې د وسله والو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي


 د اګست په مياشت کې هم د خېبرايجنسۍ تيراه سيمه کې ترسره شوو هوايي بريدونو کې ١١ ترهه ګر وژل شوي وو .
 د اګست په مياشت کې هم د خېبرايجنسۍ تيراه سيمه کې ترسره شوو هوايي بريدونو کې ١١ ترهه ګر وژل شوي وو .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو څخه دترهه ګرو په ځالو شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ٧ ترهه ګر وژل شوي دي. یوه بله پېښه کې د توحیدالاسلام ډلې د غړو ترمنځ نښته کې هم اووه تنه وژل شوي دي .

دامنيتي سرچينو ترمخه کوکي خيل سيمه کې ترسره شوې دغه بمبارۍ کې دترهه ګرو درې ځالې هم تباه کړى شوي دي او دوژل شوو ټولو جنګيالو تعلق دپاکستاني طالبانو د تحريک (ټي ټي پي) سره دى.

د اګست په مياشت کې هم د خېبرايجنسۍ تيراه سيمه کې ترسره شوو هوايي بريدونو کې ١١ ترهه ګر وژل شوي وو . دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه دغو بريدونو کې دترهه ګرو ٨ ځالې هم تباه کړى شوې وې.

بل لور ته هم د خيېبر ايجنسۍ بازار ذخه خېل کې د ځايي امن کمېټۍ دوه مخالفه ډلو ترمينځ نښته کې نور اووه تنه وژل شوي دي راپورونه وايي نښته د توحیدالاسلام تنظیم د دوه ډلو ترمنځ شوې ده .

توحيد اسلام ځايي حکومت پلوه ډله ده او د مشرانو ترمينځ يي د ډېر وخت راهسې مخالفت روان وو او دې نه وړاندې يې هم خپل مينځ کې د جګړو رپوټونه مخې ته راغلي دي .

دپاکستان پوځ له دې وړاندې وخت په وخت دخېبرايجنسۍ تيراه سيمه کې دترهه ګرو دخوندي ځالو دړنګولو دعوه کړې ولې بیا هم په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتو او دجنګيالو په ضد دهوايي بريدونو خبرونه ترلاسه کيږي .

هم نن د ګل په ورځ د باجوړايجنسۍ په ماموند علاقه کې د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنه کې د ليويز دوه عسکر ژوبل شوي دي .

چارواکي وايي د ژوبل عسکرو د باجوړايجنسۍ روغتون کې درملنه روانه ده .

د ځايي پوليټکل انتظاميې په وينا په سيمه کې يي د لټون عمليات پېل کړی شوي دي . د دغه پېښې زمه واري پاکستاني طالبانو قبوله کړې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG