لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښورکې۲۰  ګوردوارې  قبضه کړی شوي


په پېښور کې د سيکهانو يو مشر رادېش سينګهـ کهنه وايي چې په ګوردوارو يې د مذهبي چارو صوبايي وزارت ترڅنګ عامو خلکو قبضې کړي دي .
په پېښور کې د سيکهانو يو مشر رادېش سينګهـ کهنه وايي چې په ګوردوارو يې د مذهبي چارو صوبايي وزارت ترڅنګ عامو خلکو قبضې کړي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې سر پېښور ښار کې مېشت د سيکهـ لږکيو سره تعلق لرونکي وايي چې د ښار دننه ۲۲ عبادت خانو(ګوردوارو) کې يې ۲۰ قبضه شوي او يواځې دوه خلاصې دي دوې پکې خپل عبادتونه کوي .

د سيکهـ لږکيو د مشرانو په وینا دغه عبادت خانې د ښار بيلا بيلو برخو کې موقعيت لري .

په پېښور کې د سيکهانو يو مشر رادېش سينګهـ کهنه وايي چې په ګوردوارو يې د مذهبي چارو صوبايي وزارت ترڅنګ عامو خلکو قبضې کړي دي چې له کبله يې دوي د عبادت په کولو کې د ستونزو سره مخ دي .

"زمونږ په ګوردوارو کې شادي هالې جوړې کړی شوي، په ځينو دوکانونه دي او په څه ګوردوارو صوبايي حکومت سکولونه جوړکړي دي، دې هر څه مونږ ډېر پرېشانه کړي يو"

د رادېش سينګهـ په وېنا په پېښور کې خواوشاه ۲۵۰۰ د سيکهـ لږکيو وګړي ژوند کوي او دغه دوه ګوردوارې د دوي د عبادت دپاره کميږي دوې نشي کولی چې په یو ځاې په دغو دوه غبادت خانو کې راشي .

ولې ډیوه ریډیو چې په پېښور کې د سیکهانو دغه مسله د خېبر پښتونخوا د مذهبي چارو وزير حبيب الرحمن مخې ته کېښوده نو هغه يې په ځواب کې وويل چې که د سیکهـ لږکيو سره تعلق لرونکي مشران دغه مسله صوبايي حکومت ته وړاندې کړي نو دوي به يې د قانون مطابق د حل کولو پوره پوره هڅه کوي .

یولور ته که په پېښور ښار کې د سیکهـ لږکیو سره تعلق لرونکو عبادت خانې قبضه کړی شوي نو بل لور د دغه ټولنې خلک وايي چې ژوند يې نور هم ډېر ښه نه دی او د مذهبي ازادې د قدغنونو سره مخ کيږي .

دوې واپپ چې پېښور کې تر د قلنګ د پېسو غوښتنې شوې او ځینې کسان يې په دغه ډول پېښو کې وژ ل شوي هم دي چې پکې د ټولنې سره اړونده حکیمان هم په هدف شوي دي . او دغه پېښې د پېښور نه علاوه د صوبې په نورو برخو کې هم رامنځته شوي دي .

د سیکهـ لږکیو سره تعلق لرونکي ځينې خلک د خېبرپښتونخوا نه بهر په قبایلي سیمو کې هم مېشت دي .

پاکستان کې وخت په وخت د مذهبي لږکیو د ټولنو سره د زور زیاتي خبرونه مخې ته راځي، د عیسايي ټولنې سره تعلق لرونکو باندې په پنجاب صوبه کې بریدونه شوي او سندهـ صوبه کې هندو لږکۍ د ځورول کېدو او د ښځو يې په زور د مسلمانولو شکایتونه کوي .

په ځينې پېښو کې د دوې د عبادت په ځایونو بریدونه هم شوي دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG