لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د ښځو په اړوند کړو خبرو باندې بخښنه غوښتې


ټرمپ د بخښنې په بیان کې ژمنه کړې چې (سبا به د دې نه ښه سړی وي) .
ټرمپ د بخښنې په بیان کې ژمنه کړې چې (سبا به د دې نه ښه سړی وي) .

د امریکې د ريپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډونلډ ټرمپ په کال ۲۰۰۵م کې ریکارډ شوې هغه ویډیو مخې ته راغلې چې پکې هغه د ښځو په اړوند ځینې څرګندونې کړي دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ جاري کړي یو بیان کې ویلی ( که چرته په دغه ویډیو د چا زړه ازارېدلی وی هغه ترې بخښنه غواړي) .

ټرمپ د بخښنې په بیان کې ژمنه کړې چې (سبا به د دې نه ښه سړی وي) .

نوموړي په بیان کې خپلې سیالې د ډيموکریټک ګوند په هیلري کلنټن او د هغې په مېړه پخواني صدر بل کلنټن باندې هم تورونه لګولي دي .

د ريپبلکن ګوند چارواکو د جمعې په ورځ د ټرمپ دغه بیان غندلی دی .

د امریکې وتلې ورځپاڼې (دې واشنګټن پوسټ) د یو خبر سره د ټرمپ دغه ویډیو خپره کړې چې پکې نوموړی د (اېکسس هالي ووډ) د پروګرام کوربه بِلی بُش سره خبرې کوي .

دغه ریکارډنګ چې په یو بس کې شوی ټرمپ پکې د ښځو په اړه وايي ( زه ښکلیو...... پله په خپله ورځم، زه یې ښکلوم او دا د مقناطیس په شان وي، صبر نه شم کولی) .

هغه وايي (چې ته بیا سټار/ستوری یې نو هغه بیا تا هر څه کولو پریږدي ته هر څه کولی شې) .

نوموړی په دغو خبرو کې د ښځو سره د خپل تعلق او هغوې سره د جنسي رغبت په اړه غږېدلی دي .

ټرمپ د بخښنې په بیان کې ویلي (دغه خبرې کلونه وړاندې په شخصي ډول لاکر روم کې شوې وې او زیاته کړې یې ده دپخواني صدر بل کلنټن ورسره په ګالف کورس کې د دې نه زیاتې خرابې کړې وې) .

هیلري کلنټن د ټرمپ دغه بیان ته (ویرونکی) ویلي او په ټويټر يې پېغام ورکړی چې ( مونږ دغه سړی صدر جوړېدو ته نه شو پرېښودی) .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG