لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى


 اسلام اباد کې دناټو دعسکري کميټۍ دمشر جنرال پيټر پاويل سره ديوې ليدنې په مهال نوازشريف ويلي دي چې جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې امن او ثبات لپاره دافغان ستونزې دخبرو اترو له لارې هوارولو ته اړتيا ده.
اسلام اباد کې دناټو دعسکري کميټۍ دمشر جنرال پيټر پاويل سره ديوې ليدنې په مهال نوازشريف ويلي دي چې جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې امن او ثبات لپاره دافغان ستونزې دخبرو اترو له لارې هوارولو ته اړتيا ده.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف دخبرو اترو له لارې دافغانستان دستونزې دهواري په زور راوړى دى او يوځل بيا يې ويلي دي چې دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى.

دپاکستان وزيراعظم دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن په داسې حال کې ګرځولى سږکال دجولايي په ٢١مه نيټه دافغان حکومت دمخالفه افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور دپاکستان په بلوچستان ايالت کې يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوى ؤ.

ددغه بريد منظوري دامريکا ولسمشر براک اوباما ورکړې وه او دبريد څخه وروستو اوباما هيله څرګنده کړې وه چې دملا منصور وژل کيدو سره به دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته راتللو لپاره لاره هواره شي ځکه چې اختر منصور افغان حکومت دخبرو اترو مخالف و.

دملا منصور دوژل کيدو څخه وروستو ملا هيبت الله اخندزاده دطالبانو مشر ټاکل شوى، خو دطالبانو نوي مشر هم افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو دافغان حکومت په ضد دجګړې ددوامداره ساتلو ژمنه کړې ده.

که هر څو پاکستان افغانستان کې دسولې دعمل دملاتړ دعوې کوي خو دافغان ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان مشران پاکستان څخه غوښتنه کوي چې دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراوستو پځايې دې پخپله خاوره دموجودو افغان طالبانو دمشرانو او دهغوي دخوندي ځالو په ضد پوځي عمليات وکړي.

خو دپاکستان پوځ او حکومت بيا دريځ لري چې افغانستان کې دکومې(تندروه) ډلې ملاتړ نه کوي او شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال يې دترهه ګرو ټولې ډلې پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کړي دي.

اسلام اباد کې دناټو دعسکري کميټۍ دمشر جنرال پيټر پاويل سره ديوې ليدنې په مهال نوازشريف ويلي دي چې جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې امن او ثبات لپاره دافغان ستونزې دخبرو اترو له لارې هوارولو ته اړتيا ده.

وزيراعظم شريف ويلي دي هغه پخپله او دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغانستان ته سفرونه کړي او دسولې دعمل دملاتړ په اړه يې افغان مشرانو ته دکوټلې مرستې باور ورکړى دى.

هغه ويلي دي دپاکستان پوځي او سياسي قيادت خپلو افغان سيالانو سره تماس کې دى او دسولې عمل کې اسانتيا ورکوي، دهغه وينا وه داوږدمهاله سولې لپاره دافغانانو په مشرۍ او ملکيت کې دسولې عمل مهم دى.

نوازشريف دعوه کړې ده مونږ دافغانستان مشرانو ته په ډاګه کړې چې دافغانستان دښمنان دپاکستان دښمنان دي

وزيراعظم ويلي دي پاکستان باور لري چې سيمه کې دامنيت لپاره افغانستان کې امن ضروري دى او دعوه يې کړې ده چې پاکستان کې روانو پوځي عملياتو کې دهغه په قولدترهه ګرو ملا ماته کړى شوې ده

بلخوا دبيلجيم ښار برسلز کې دافغانستان په اړه دغونډې په مهال دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره ليدنه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان افغانستان کې اوږدمهاله امن ته ليواله دى.

سرتاج عزيز افغانستان کې داقتصادي پرمختګ لپاره دبين المللي ورورولۍ په مرستې ټينګار کړى دى.

سرتاج عزيز ويلي دي چې دسولې او ثبات لپاره سياسي خبرې اترې ضروري دي.

هغه دافغان حکومت او حزبې اسلامي ترمينځ دسولې دتړون هرکلى کړى او هيله يې څرګنده کړې چې دغه ګام به دنورو ډلو سره دسولې بنياد جوړيږي.

په دغه موقع افغان ولسمشر اشرف غني انديښنه څرګنده کړې ده چې دطالبانو لخوا دسولې عمل کې ګډون کولو څخه پرله پسې دانکار افغانستان کې دتشدد پيښو کې داضافې وجه جوړيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG